د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له آمو سره په مرکه کې تایید کړه چې طالبان له امریکا سره د بندیانو تبادلې ته چمتو دي، خو ویلي یې دي چې تر اوسه د امریکا له لوري کوم اقدام نه دی شوی.
ښاغلي مجاهد ویلي، چې د بندیانو د تبادلې په اړه له امریکا سره د دوی خبرې تر اوسه کومې څرګندې پایلې ته نه دي رسېدلي او امریکا نه غواړي د امریکايي بندیانو د خلاصون په بدل کې له ګوانټانامو زندانه افغان وګړي خوشې کړي.
شپږ میاشتې کېږي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د درېیو امریکايي اتباعو د خلاصون پر سر خبرې پیل شوې دي. جورج ګلزمن، راین کوربټ او محمود شاه حبیبي هغه درې امریکايي اتباع دي چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې د طالبانو په بند کې دي.
وال سټریټ ژورنال د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د بایډن اداره له طالبانو سره په خبرو بوخته ده چې د اسامه بن لادن پخوانی همکار محمد رحیم خوشې کړي او په بدل کې یې په افغانستان کې درې امریکايي بنديان خوشي کړي.
ځینې کارپوهان وايي چې د اسامه بن لادن له یوه پخواني همکار سره د امریکايي بندیانو د تبادلې په اړه د طالبانو معامله له القاعدې سره د هغوی ژورې او نه بېلېدونکې اړیکې ښيي.
خو د طالبانو ویاند آمو ته ویلي چې امریکا تر اوسه د بندیانو د تبادلې د هوکړې لپاره کوم اقدام نه دی کړی.
هغه وويل: «خبرې روانې دي. موږ غوښتل هغه افغانان چې په ګوانټانامو زندان کې دي خوشې شي، او دا يو دوه اړخېز پروګرام دى. د عزت لپاره توضيحات ورکړل شوي او تر اوسه کوم عملي اقدام نه دی شوی، چې اسلامي امارت په دې برخه کې په هغو شرايطو چې غواړي يې د بنديانو تبادلې ته چمتو دی؛ خو کوم اقدام نه دی شوی. »
د ملي امنیت سلاکارۍ لپاره د ټرمپ نوماند مایک والټز د طالبانو د یوه زنداني کورنۍ ته خبرداری ورکړی، چې ټرمپ به هغه ډلې او هېوادونه ونه بښي، چې امریکايي اتباع یرغمل کوي.
هغه وویل: «ولسمشر ټرمپ به د د هيڅ يوې ډلې یا هېواد سره چې امریکایي اتباع یرغملوي، مهربانه چلند ونکړي. موږ تر خپله وسه هڅه کوو چې له دغو کورنیو سره مرسته وکړو او د داسې چلند د بیا تکرار مخه ونیسو.»
په همدې حال کې د طالبانو په زندان کې د یوه امریکايي وګړي راين کوربټ مېرمنې د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره له ټېلېفوني خبرو وروسته ویلي چې له جوبایډن سره یې خبرې «مایوسونکې»وې.
د راين کوربټ مېرمن انا کوربټ وویل: «هغه ډېره خواخوږی وښوده، خو زه يې له خبرو پوهېدم چې هغه راین کور ته نه راوړي، او دا زما لپاره خورا دردوونکې ده.»
ځینې کارپوهان وايي چې طالبان ښايي له ډونلډ ټرمپ څخه د امتياز د ترلاسه کولو لپاره د جوبایډن له ادارې سره د بندیانو تبادله ونه کړي.
د نړیوالو اړیکو کارپوه اختر محمد راسخ وايي، «طالبان هڅه کوي چې د بندیانو په همدې تبادلې له ټرمپ سره خپلې سیاسي او ډیپلوماتیکې اړیکې ټينګي کړي او کله چې ټرمپ سپینې ماڼۍ ننوځي نو د ښو او سیاسي اړیکو لپاره دغه بندیان د ډالیو په توګه ورکړي او خپلې اړیکې ښې کړي.»
امريکا په داسې حال کې د محمود شاه حبيبي په ګډون د خپلو درېيو وګړو د خوشې کولو خبره کوه، چې طالبان د ښاغلي حبيبي د نېولو ادعاوې رد کړې دي.
خو تر دې مخکې د وږي په میاشت کې د محمود شاه حبیبي کورنۍ آمو ټلوېزيون ته وویل چې طالبانو ښاغلی حبیبي القاعده ته سپارلی دی.