د امریکا ولسمشر جوبایډن د خپل بهرني سياست د میراث په اړه په وینا کې یو ځل بیا په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور د پای ته رسولو له جنجالي پرېکړې دفاع وکړه.
بایډن ټينګار کړى، چې دی په ورستيو لسیزو کې د امریکا لومړنی ولسمشر دی چې د افغانستان جګړه یې خپل ځای ناستي ته پرېنښوده.
په همدې حال کې، د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې پخواني مشر مایکل مک کال ویلي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د دې لامل شوي چې له بګرام زندانه د داعش زرګونه جنګیالي خوشي شي.
خو ولسمشر وايي چې په افغانستان کې د زرګونو امریکايي سرتېرو د پاتې کېدو لپاره یې هېڅ دلیل نه دی موندلى.
هغه په خپلو خبرو کې وویل: «موږ خپل عسکر کور ته راوستل او دا کار مو وکړ. موږ به د ورځې په سلګونو ميلیونه ډالر مصرفول او موږ نور دا کار نه کوو. زما په نظر، دا هغه وخت و چې جګړه مو پاى ته رسولى وى او خپل سرتېري مو کور ته راوړى وى، موږ دا کار وکړ. زه د ټولو د هغو کسانو د زړورتیاوو ستاینه کوم چې په افغانستان کې یې خدمت کړی دی.»
ښاغلی بایډن په دې باور دی چې په افغانستان کې د جګړې اصلي موخه ترلاسه شوې او په افغانستان کې د نورو امریکايي پوځیانو شتون ته اړتیا نه وه.
ښاغلى بايډن وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د ده اداره وتوانېده چې پر ډېرو مهمو ننګونو تمرکز وکړي او دا چې د روسیې او چین په څېر سیال هېوادونه په افغانستان کې د امریکا له ښکېلتيا خوښ وو.
بایډن وویل: «د جګړې په پای ته رسولو سره، موږ توانیدلي یو چې خپله انرژي او سرچینې په لا زیاتو ننګونو متمرکزې کړو. زه تاسو ته د شي او پوتین سره زما د خبرو اترو څخه ویلای شم چې د روسیې او چین په څېر د دښمنانو او سیالانو لپاره تر دې ډېر مطلوب نه وه چې موږ د یوې لسیزې لپاره په افغانستان کې ښکېل وویني. د دې ټولو دلیلونو لپاره، د جګړې پای ته رسول سم کار و او زه باور لرم چې تاریخ به يې قضاوت وکړي.»
په همدې حال کې په تکزاس ایالت کې د جمهوري غوښتونکو استازي مایکل مک کال په یوه وينل کې ویلي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل په ټوله نړۍ کې د امریکا د کمزورتیا څرګندونه کوي او د بګرام له زندان څخه د زرګونو داعش ترهګرو د خلاصون لامل شوی دی.
هغه په ويلي: «دا ښکاره دروغ دي. دې وتلو په ټوله نړۍ کې د متحده ایالاتو کمزوري ښکاره کړه او د بګرام له زندان څخه د زرګونو داعش ترهګرو د خلاصون لامل شو.»
د میشیګان څخه د متحده ایالاتو د استازو جرګې یوه جمهوري غوښتونکي غړي هم په اېکس ټولنیزه شبکه لیکلي چې امریکا د جو بایډن له امله کمزورې ده.
د کانګرېس جمهوري غوښتونکې لیزا مک کلین وايي: «امریکا د جو بایډن له امله کمزورې شوې ده.، نه قوي.»
خو له افغانستانه د امریکا د وتلو پایلې څه وې؟
یو شمېر هېوادوال وايي، چې د تېر حکومت له ړنګېدو وروسته افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په امن پټنځای بدل شوی او نجونې او ښځې له ښوونځیو، پوهنتونونو او دندو بې برخې شوي دي.
د هېواد یو شمېر اوسېدونکي ټینګار کوي چې د طالبانو په درې کلنه واکمنۍ کې دوی له بې وزلۍ سره لاس او ګرېوان دي.
له افغانستانه د امریکا د وتلو په اړه د ټولو منتقدینو په منځ کې د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو له سختو منتقدینو څخه دی.
که څه هم ټرمپ تل د وتلو پر بهیر نیوکه کړې؛ خو تر اوسه یې د افغانستان لپاره کوم څرګند پلان نه دی وړاندې کړی. هغه يوازې په وروستیو کې وویل چې د طالبانو په واکمنۍ کې افغانستان ته د متحده ایالاتو لخوا د پیسو لېږل د منلو وړ ندي.