افغانستان

سرچینې: د طالبانو مشر د کډوالو د وزیر په توګه د عبدالکبیر په ټاکلو سره د حقانیانو غوښتنه رد کړه

ځینې سرچینو آمو ته ويلي، چې حقاني ډلې غوښتل د خلیل الرحمن حقاني مشر زوی احمد حقاني د هغه پر ځای د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر وټاکي؛ خو هبت الله آخندزاده د طالبانو رٸيس الوزرا د پخواني سياسي مرستيال عبدالکبير په ټاکلو د هغوى غوښتنه رد کړه.

که څه هم د طالبانو د مشر له حکم شپږ ورځې تېرې شوې؛ خو د طالبانو له خوا د کډوالو چارو وزارت د سرپرست په توګه د عبدالکبیر د ټاکل کېدو او د طالبانو د سیاسي مرستیال څوکۍ د برخلیک په اړه څه نه دي ویل شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د خلیل الرحمن حقاني جنازه د ليندۍ په ۲۲مه په پکتیا ولایت کې ترسره شوه. د مراسمو په پای کې د عبدالکبیر په ګډون یو شمېر طالب چارواکو د خلیل الرحمن حقاني د زوی احمد حقاني پر سر د ځايناستي پګړۍ کېښوده.

یو شمېر باخبره سرچینې وايي چې دې اقدام له پکتیا څخه په کندهار کې د طالبانو مشر ته دا پیغام واستاوه چې احمد حقاني د کډوالو چارو وزارت لپاره د حقانيانو ټاکل شوى شخص دى. د ياد وزارت مشري د درېیو کلونو لپاره د سراج الدین حقاني تره خلیل الرحمن حقاني کوله.

د تېر حکومت د مشرانو جرګې پخوانی مرستیال آصف صدیقي وايي، «د خلیل الرحمن حقاني له وژل کېدو وروسته، د عبدالکبیر او نورو طالب چارواکو په حضور کې، هغوی د هغه د زوی په سر د ځايناستي پګړۍ کېښوده. په دې معنی چې هغه د کډوالو چارو وزارت سرپرست په توګه وټاکل شي؛ خو هبت الله آخندزاده له یوې خوا د حقانیانو د کمزوري کولو پرېکړه وکړه او له بلې خوا یې ټینګار وکړ چې ستاسو پرېکړه باید د هبت الله اخندزاده خلاف نه وي.»

خو د طالبانو د حکم سربېره د کډوالو چارو وزارت څوکۍ له شپږو ورځو راهیسې خالي ده او د طالبانو د سیاسي مرستیالۍ برخلیک لا هم ناڅرګند دی.

د طالبانو له خوا د کډوالو چارو وزارت په وېبپاڼه کې په ځانګړې توګه د وزیر د پیغام او ژوندلیک برخه کې د عبدالکبیر نوم نه دی یاد شوی او د دغه وزارت رسمي اېکسپاڼه کې هم د هغه د پیل په اړه توضیحات ندي خپاره شوي.

شنونکي وايي چې دغه ځنډ د کندهاري طالبانو او حقانيانو تر منځ په اختلافاتو کې ريښه لري.

يوه بله سرچينه د دغه اختلاف په اړه ټینګار کوي چې عبدالکبیر هڅه کوي چې د سیاسي مرستیال څوکۍ وساتي. خو حقانیان چې ياد وزارت خپله برخه ګڼي، غواړي چې د دې شبکې د یوه غړي لخوا اداره شي.