د خبریالانو نړیوال فدراسیون او د افغانستان د ازادو خبریالانو اتحادیې په یوه ګډه اعلامیه کې پر طالبانو غږ کړی چې ټول تورونه دې يو لور ته کېږدي او د افغان يا «افکا» خبري اژانس خبریال مهدي انصاري دې «ژر تر ژره» خوشې کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلی انصاري د طالبانو د استخباراتو له خوا د کابل د دشت برچي له سیمې د آزادو او خپلواکو رسنیو سره چې د طالبانو د واکمنۍ پر ضد دي، د همکارۍ په تور نېول شوی دى.
د خبرپاڼې په ټکو، دا دويم ځل دى، چې طالبانو مهدي انصاري نېسي. هغه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې د طالبانو له خوا په فیسبوک کې د هزاره ګانو په یوه ښوونيز مرکز باندې د ځانمرګي برید د لومړۍ کالیزې په مناسبت د یوې ليکنې د خپرولو له امله هم نېول شوى و.
د خبریالانو نړیوال فدراسیون او د افغانستان د آزادو خبریالانو اتحادیه وايي، د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې، خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د افغانستان له نیمايي زیاتو رسنيو د بندېدو، ځورونې، تاوتریخوالي د «ناقانونه او خپلسرو نېونو» د زیاتوالي شاهدان دي.
د خبريالانو د ملاتړ دغو دواړو کورني او بهرنيو بنسټونو په خبرپاڼه کې راغلي«په افغانستان کې خبریالان لا هم له سترو ننګونو سره مخ دي او د نېولو، تاوتریخوالي او ځورونې سره مخ دي؛ ځکه طالبانو په رسنیو او د خبریالانو پر کار سخت بندیزونه او سانسور وضع کړى دی.»
د ژورنالیستانو نړیوال فدراسیون همداراز پر طالبانو غږ کړی چې د رسنیو د مسلکي کسانو خپلسرۍ نېول بند کړي. دغه سازمان پر نړیوالې ټولنې هم غږ کړی چې د رسنیو له ازادۍ په کلکه دفاع وکړي.
د طالبانو لخوا د مهدي انصاري نېول کېدل
په داسې حال کې چې طالبان د مهدي انصاري نېول ردوي؛ خو د افغانستان د خبريالانو مرکز وايي، چې د طالبانو يوې محکمې هغه تر نېول کېدو وروسته په يو نيم کال بند محکوم کړى دى.
د مهدي انصاري یوه ملګري د افغانستان د خبريالانو مرکز ته ويلي چې دغه خبریال د تلې په ١۴مه د شنبې په ماښام د کابل د پل سرخ په سیمه کې د افغان خبري اژانس له دفتره تر وتلو وروسته ورک شوی او برخلیک یې لا هم معلوم نه دی.
په همدې حال کې د خبریال کورنۍ د هغه د وضعیت په اړه اندېښمنه ده.
خو د ښاغلي انصاري د کورنۍ یوه غړي ویلي چې نوموړی د طالبانو د استخباراتي مامورینو له خوا نېول شوی او له هغه وخت راهیسې د کابل په «شش درک» سیمه کې د طالبانو په « ۴٠ رياست» کې بندي دی.
مهدي انصاري ته یوې نږدې سرچینې د افغانستان د خبريالانو مرکز ته ویلي چې د مهدي انصاري محاکمه د مرغومي په ۱۲مه د طالبانو له خوا ترسره شوې ده.