د امریکا د کالیفورنیا ایالت په لاس انجلس ښار کې اورلګېدنې تر دې دمه د واشنګټن ډي سي په اندازه لویه سیمه سوځولې ده. دغه پېښې تر اوسه ٢۴ تنه وژلي دي.
د امریکا د هوا پېژندنې ملي ادارې اعلان کړی، چې په سیمه کې قوي بادونه لګېږي چې اور به لا پسې سخت کړي. دې سازمان په لاس انجلس کې د سور بيرغ «ځانګړي خطرناک وضعیت» خبرداری خپور کړی.
دا بادونه چې د سانټا آنا په نوم یادیږي د دې اونۍ د دوشنبې څخه تر چهارشنبه پورې به په ساعت کې له ۴۵ څخه تر ٧٠ میلونو په سرعت دوام ولري.
دا په داسې حال کې ده، چې د هوا او ځمکې له ٨زره ۵٠٠ څخه ډیر اور وژونکي هڅه کوي چې دا اورونه مهار کړي ترڅو د خپرېدو مخه يې ونیسي.
خو د متحده ایالاتو د هوا ملي خدمتونو خبرداری ورکړی چې «دا ترتیبات تقریبا په هماغه اندازې خراب دي.»
د لاس انجلس د اور وژنې مشر کریسټین کراولي انجلیوس ته وویل: «موږ په ثابت وضعیت کې نه یو.»
د متحده ایالاتو چارواکو ویلي چې دغه ایالت په زیان منونکو سیمو کې د لاس انجلس په ګډون د سویلي کالیفورنیا په نورو ښاري سیمو کې چې د اور له خطر سره مخ دي؛ اور وژنې خدمت کوونکي چمتو کوي.
په لاس انجلس کې د سه شنبې په ورځ لوی ځنګلونه اورونه، د قوي بادونو لخوا پرمخ وړل شوي چې د داخلي دښتو څخه وچه هوا راوړي.
دغه ځنګليز اورونه چې اوس ښارونو او عامه ځایونو ته غځېدلى، له ١٢زره څخه زیات ساختمانونه او ودانۍ یې ویجاړې کړې او یا یې زیانمنې کړې دي او ټول ګاونډ یې په اېرو بدل کړی او د ورستي وخت یوه صحنه رامنځته کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې دوشنبې له سهار راهیسې د لاس انجلس له ښاره څه باندې ۹۲ زره کسانو ته د وتلو امر شوی دی. پداسې حال کې چې نور ٨٩ زره خلک د وتلو له خبرداري سره مخ دي.