افغانستان

جاپان له افغانستان سره د ۱.۵ میلیونه ډالره «اضافي مالي مرسته» وکړه

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي، د جاپان حکومت له افغانستان سره ۱.۵ میلیونه ډالره «اضافي مالي مرسته» وکړه.

دغه صندوق وايي، دغه مرستې به په کندهار، فاریاب او ننګرهار ولایتونو کې د میندو، زیږون، ماشومانو او ځوانانو له روغتيا د ملاتړ په برخه کې ولګول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په یوه راپور کې ویلي و، چې د روان ژمي او سړې هوا له امله د بشري مرستو د رسولو لپاره اضافي مرستو ته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي، دا مرستې په داسې مهم وخت کې ترلاسه کېږي چې افغانستان له اوږدمهاله او مخ په زیاتېدونکي بشري ناورین سره لاس او ګرېوان دى.

د دغه بنسټ په راپور کې راغلي، چې ۲۰۲۵کال لپاره د افغانستان د بشردوستانه غبرګون او اړتیاوو د پلان له مخې، د شاوخوا ١٧ ميلیون خلکو په ګډون له نیمايي زیات نفوس بشري مرستو او روغتیایی خدمتونو ته «بېړنۍ اړتیا» لري.

دغه سازمان وايي، دغه یوه کلنه پروژه ک دا یقیني کوي چې شاوخوا ٦٠زره ښځې، نجونې او هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي د ژوند ژغورنې خدمتونو لکه د زیږون، میندو، د ماشومانو او ماشوم روغتیا ساتنې او همدارنګه رواني ټولنیز ملاتړ ته لاس رسی لري.

دغه صندوق وايي، په داسې وخت کې چې افغان ښځې او نجونې له بې ساري ننګونو سره مخ دي، دا بسپنه د دوی د ساتنې لپاره د سازمان پر ګډه ژمنه ټينګار کوي.

د ملګرو ملتونو استازې کوابنا اسانته انتیاموا وايي، د افغانانو روغتیا، عزت او هوساینه د ملګرو ملتونو له موخو څخه ده.