نړۍ

په غزې د جګړې ښکېلې خواووې د جګړې د پای ته رسولو د طرحې جزئیات نهايي کوي

ټاکل شوې د حماس او اسراٸیلو مذاکره کوونکي نن (سه شنبه د مرغومي په ۲۵مه) په دوحه کې سره وګوري تر څو په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو د طرحې جزٸیات نهايي کړي.

یوه چارواکي چې نوم يې نه دى خپور شوى رویټرز خبري اژانس ته ویلي، منځګړیو اسراٸيلو او حماس ته د دوشنبې په ورځ له نیمې شپې وروسته او په خبرو کې د «پرمختګ» وروسته، چې د جو بایډن او ډونلډ ټرمپ استازو پکې ګډون درلود، د هوکړې وروستۍ مسوده ورکړه.

دغه چارواکي چې د دغو خبرو په جریان کې دی، زیاته کړې چې د اوربند متن او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو څرنګوالی د قطر له خوا د دوحې په خبرو اترو کې د اسرائیلو د استخباراتي سازمان یا موساد د مشر په ګډون دواړو خواوو ته وړاندې شوی و.

که چیرې د خبرو اترو دا پړاو بریالی شي، د خبرو اترو له پیل څخه یو کال وروسته به د اوربند هوکړه لاس ته راشي او د جګړې له پیل راهیسې د حماس د ۲۴۰ فلسطیني بندیانو په بدل کې د دوى د نیمايي بندیانو خوشې کولو وروسته به د اسراٸيلو تر ټولو لوی یرغمل شويو د خوشې کېدو لامل شي.

تمه کېږي، چې د منځني ختیځ لپاره د امریکا د منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ ځانګړی استازی سټیو ویټکاف او د امریکا د ولسمشر جوبایډن استازی برټ مک ګورک د سه شنبې په ورځ په دوحه کې د حماس له مرکچيانو سره د چټکو خبرو اترو لپاره د چټکې هوکړې لپاره حاضر شي.

رویټرز وايي، د جګړې د دواړو غاړو چارواکو او امریکا په خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وايي، دواړه لوري یوې هوکړې ته “تر بل هر وخت نږدې” دي او توپ د حماس په محکمه کې دی. په ورته وخت کې حماس اعلان کړی چې یوې هوکړې ته رسېدو لېوالتيا لري.

دا په داسې حال کې ده، چې ښاغلي بایډن د دوشنبې په ورځ په خپلو خبرو کې وویل:« دا تړون به یرغمل آزاد کړي، شخړه به ودروي، اسراٸیل به خوندي کړي او موږ ته اجازه راکوي چې له فلسطینیانو سره چې په دې جګړه کې چې حماس پیل کړی سخت زیانمن شوی دی، بشري مرستې زیاتې کړو..»

که چیرې دا هوکړه په څلورو ورځو کې لاسلیک شي، دا به د بایډن د ادارې د بهرنۍ پالیسۍ له لاسته راوړنو څخه وشمېرل شي.

یوه اسراٸيلي چارواکي ویلي دي چې د معاملې د یوې برخې په توګه د ۳۳ تنو يرغمل شویو د خلاصون په اړه خبرې په پړاوونو کې پرمخ روانې دي. د اسراٸيلي چارواکو په وینا، په غزه کې ۹۸ یرغمل پاتې دي.