افغانستان

سویس له افغانستان سره د ۲.۶ میلیونه ډالرو مرستې وکړه

انځور له آرشيف

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اداره (اوچا) وايي، سویس له افغانستان سره ۲.۶ میلیونه ډالره مرسته وکړه.

دغه سازمان په اېکس کې ليکلي، چې دغه مرستې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو له صندوق سره شوي دي چې په راتلونکي کال کې به اړمنو کسانو ته د رسېدنې لپاره ولګول شي.

اوچا وايي چې دغه مرستې د هېواد د اړمنو خلکو په ژوند کې د ریښتیني بدلون رامنځته کېدو سبب کېداى شي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوچا په یوه راپور کې ویلي چې ٢٢.٩ میلیونه خلک – د افغانستان د نفوس نیمایي څخه ډېرخلک – به راتلونکي کال کې د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا ولري.

په ورته وخت کې، د دغه سازمان په وینا، د خوړو سخته ناامني، د اوبو، روغتیا ساتنې او درمليزو خدمتونو نشتوالی، په هېواد کې د خوارځواکۍ د کچې د زیاتوالي لامل شوی.

اوچا همدارنګه ټینګار کړى چې د طالبانو له واک راهيسې د افغانستان په اقتصاد کې یو پر دریمه برخه کمښت، د بودیجې محدودیت، بیکارۍ، د کورنیو پورونو او پراخې بې وزلۍ په هېواد کې اقتصادي وضعیت سخت «خراب» کړی دی.