د پاکستان په جنوب لوېدیځ بلوچستان ایالت کې ژغورونکو د ډبرو سکرو د ۱۱ کان کیندونکو جسدونه له نږدې یوې اوونۍ لټون وروسته موندلي دي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه کارګران تېره اوونۍ د دغه ایالت په سينګيدي ښار کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د میتان ګاز د خپرېدو له امله مړه شوى دي.
د پاکستان د کانونو څېړونکى عبدالغني وايي، په دغه کان کې د ۱۲ تنو کارګرانو د موندلو لپاره چې له تېرې پنجشنبې راهیسې لادرکه شوي دي د لټون عملیات دوام لري.
هغه زياته کړه، چې د يکشنبې په ورځ د بلوچستان په هارناى سيمه کې د يوه کان د نړېدو له امله دوه نور کان کېندونکي مړه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې د ډبرو سکرو کان کیندنې صنعت کې د خوندیتوب معیارونه عموما له پامه غورځول کیږي، چې هرکال د پېښو او چاودنو لامل کیږي چې په لسګونو کان کارګران وژني.
په پاکستان کې کان کيندونکي اکثرا شکایت کوي چې مشران یې د خوندیتوب تجهیزاتو په نصبولو کې ناغيړي کوي.
د يادونې وړ ده، چې تېره اوونۍ هم د پاکستان امنيتي ځواکونو د هېواد په شمال لوېديځ، ناامنه سيمه کې د سيمه ييزو وسله والو له خوا د تښتول شويو ١٦ کان کېندونکو له ډلې څخه اته يې راخوشي کړي او د پاتې نورو کان کېندونکو د خلاصون لپاره يې عمليات پيل کړي دي چې لا هم دوام لري.