افغانستان

کرزي په اسلام آباد کې د اسلامي هېوادونو د غونډې د وروستۍ اعلامیې هرکلی وکړ

حامد کرزی، د افغانستان پخوانی ولسمشر

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په اسلام آباد کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د غونډې د وروستۍ اعلامیې هرکلى وکړ او یو ځل بیا یې له طالبانو وغوښتل چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ پرانیزي.

هغه ټینګار وکړ چې د نجونو د زده کړې حق «مسلم او نه انکارېدونکی» دی.

ښاغلي کرزي وویل چې په افغانستان کې د نجونو د زده کړې پر حق بندیز لګول«د هېواد د ملي او سترو ګټو خلاف کار دی او د توجیه وړ نه دی».

د هېواد پخواني ولسمشر یو ځل بیا د هېواد په پرمختګ او ترقۍ کې د ښځو او نجونو رغنده او مهم رول، د ټولنې په ثبات او پیاوړتیا او د کورنیو په پیاوړتیا او هوساینې کې مهم رول رول ته په پام طالبانو ته په خطاب کې ويلي «د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې دې ژر تر ژره د نجونو پر مخ پرانېزي.
ټولو ځوانانو ته د زده کړو په برابرولو سره به په هېواد کې د باعزته ژوند هيله را ژوندۍ شي او خلک به له دې امله د هېواد پرېښودو ته اړ نه شي. »

هغه د افغانستان پرمختګ، ترقي او پر ځان بسیاینه د هېواد د بچیانو په استعداد او پوهې پورې تړلې وبلله.

په اسلام آباد کې د اسلامي همکاریو د سازمان د غونډې اعلاميه

په پاکستان کې په اسلامي هېوادونو کې د نجونو د زده کړو په اړه نړیواله غونډه په دغو هېوادونو کې د نجونو پر زده کړو په ټینګار پای ته ورسېده. د دې غونډې په اعلامیه کې ویل شوي چې په اسلامي هېوادونو کې « دین، اساسي قانون او نړیوالو قوانین ملاتړ د ښځو د زده کړو ملاتړ کوي.»

که څه هم په دې اعلاميه کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د ښځو د زده کړو د منع کولو یادونه نه ده شوې؛ خو په اسلامي هېوادونو کې د ښځو د زده کړې د منع مخالفت شوی دی.

د اسلامي همکاريو د سازمان د غونډې په اعلاميه کې ويل شوي، چې اسلامي هېوادونه له زده کړو د نجونو له محرومولو سره همغږي نه دي او زده کړې يې د نجونو «ديني حق» ګڼي. په دې غونډه کې له طالبانو او نورو ډلو وغوښتل شول چې د ښځو د زده کړې ممانعت دې له مذهبه په افراطي برداشتونو نه توجيه کوي.

په دغه اعلاميه کې راغلي دي: «د نجونو د زده کړو حق ته د درناوي او د هغوی د ځواکمنولو لپاره همغږي کړنې د کورنۍ او یوې باثباته ټولنې په پیاوړتیا کې د ښځو د مهم رول د تایید په معنا دي.»

دا په داسې حال کې ده چې په دې غونډه کې طالبان هم بلل شوي وو؛ خو دوی پکې برخه وانخیسته او د خپلې نوې واکمنۍ په درې کلنه موده کې يې ښځې د زده کړو د دوام د حق په ګډون له زیاتو حقونو څخه محرومې کړې دي.