افغانستان

د امریکا د کانګرېس پخوانی غړی: افغان کډوال د ځانګړي ملاتړ او ځانګړي چلند «مستحق» دي

د امریکا د استازو جرګې پخوانی رٸيس نیوټ ګینګریچ وايي، د امریکايي ځواکونو هغه متحدین او کډوال چې په افغانستان کې یې د دوى شل کلن حضور پر مهال د دوی تر څنګ خدمت کړی، د ملاتړ او ځانګړي چلند «مستحق» دي.

د کانګرېس دغه پخواني لوړ پوړي چارواکي سي بي اېس نیوز ته ويلي چې «افغان کډوال په فعاله توګه د امریکایانو تر څنګ جنګېدلي او د امریکایي سرتېرو ژوند یې ژغورلی.»

هغه په ​​مرکه کې ويلي: «زه فکر کوم افغان کډوال چې په فعاله توګه يې د امریکایانو تر څنګ جګړه کړې، د امریکایانو ژوند یې ژغورلی، د طالبانو پر وړاندې یې د بریا هڅه کړې، دوی د فوق العاده ملاتړ او ځانګړي چلند مستحق دي.»

د متحده ایالاتو د ځواکونو متحدو افغان کډوالو د بيا مېشتېدنې غوښتنې

رویټرز مخکې راپور ورکړی چې په سلګونو تقاعد شویو امریکایي سرتېرو نوي منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته په يوه ليک له هغه غوښتنه کړې چې د هغو زیانمنونکو افغان اتباعو د لېږد، ځای په ځای کولو او بيا مېشتېدنې بهیر وغځوي چې له په تېرو شل کلونو کې يې د امريكايي ځواکونو سره کار کړى دى.

په لیک کې راغلي چې افغان اتباع چې د متحده ایالاتو متحدین ګڼل کېږي د «طالبانو له خوا د غچ اخیستنې» له خطر سره مخ دي.

د ياد خبري آژانس د راپور له مخې، دغه لیک چې د سلګونو متقاعدو پوځیانو، امریکايي چارواکو او نورو له خوا لاسلیک شوی، ټاکل شوې چې ښاغلي ټرمپ او د امریکا د کانګرېس مشرانو ته ولېږل شي. خو د سپارلو وخت يې نه دی مشخص شوی.

د دغه ليک په لمړنۍ مخليک کې راغلي: «موږ سره ډېر ژباړونکو، سرتېرو او افغان کورنیو نږدې کار کړی چې زموږ د ساتنې او لارښوونې لپاره یې هرڅه په خطر کې اچولي. اوس د هغوی خوشې کول د هغو ارزښتونو سره چې موږ یې لپاره مبارزه کړې او هغه باور چې د کلونو ګډې مبارزې او قربانۍ له لارې جوړ شوی، خیانت دی.»

خو د ښاغلي ټرمپ ټیم چې ټاکل شوې د جنورۍ په شلمه سپینې ماڼۍ ته ننوځي، تر اوسه یې کوم څرګند پلان نه دی اعلان کړی.

د متحده ایالاتو د ویزو غوښتـنکو کډوالو وضعیت

سپینې ماڼۍ ته د امریکا د ولسمشر په توګه د ډونلډ ټرمپ د راستنېدو وخت په نږدې کېدو سره د افغان اتباعو چې د امریکا متحدین ګڼل کېږي، د مېشتېدو د بهیر د درولو په اړه اندېښنې راپورته شوې دي.

د متحده ایالاتو د ځانګړي کډوالۍ ویزې یو شمیر غوښتونکي او همدارنګه هغه کسان چې د پي ١ او پي٢ پروګرامونو لاندې د متحده ایالاتو ویزو لپاره غوښتنلیکونه لري، وايي چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو درې کالو په تېرېدو يې لاهم د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه نه دي پروسس شوي.

دغه هېوادوال وايي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ د طالبانو د واکمنۍ له بيا ټينګښت وروسته د دوی لپاره د ژوند شرایط ستونزمن شوي او له ګڼو «ګواښونو» سره مخ دي.

له بل پلوه، په امريکا کې يو شمېر هغه پناه غوښتونکي چې د طالبانو له راتګ وروسته د پاکستان او ايران په ګډون درېمو هېوادونو ته تللي وايي، له درېيو کلونو وروسته اوس له دغو هېوادونو څخه د جبري شړلو له خطر سره مخ دي.

دغه پناه غوښتونکي وايي، دوی به په افغانستان کې د بندي کېدنې، شکنجې، ورکېدو، بې وزلۍ، بېکارۍ او د جبري شړلو له « ګواښونو» سره مخ شي.

په همدې حال کې د هېواد اوسېدونکو د مسوولو ادارو او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د دوی د دوسیو د څېړلو پر څرنګوالي نیوکه کوي او وايي چې دا بهیر «ډېر ورو» دی او دوی یې اندېښمن کړي دي.