افغانستان

جیک سالیوان: تاریخ به له افغانستانه د وتلو په لپاره د بایډن د غوښتنې په اړه قضاوت وکړي

جیک سالیوان د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان وايي، تاریخ به له افغانستانه د وتلو لپاره د جوبایډن د غوښتنې په اړه قضاوت وکړي.

نوموړي له افغانستانه د وتلو په اړه د بایډن د ادارې پرېکړه «ستراتیژیک او سمه» وبلله او ویې ویل، که تر اوسه په دغه هېواد کې امریکايي ځواکونه پاتې شوى وى، نو روسیې به پر امریکا نوره هم اغېزه درلوداى او دغه هېواد به د نړۍ اوسني ګواښ او ستراتیژیکو ننګونو په وړاندې لږ ځواب ويونکى وى.

ښاغلي ساليوان د يوې پوښتنې په ځواب کې چې آيا هغه هم له افغانستانه د ګډوډ وتلو مسٶل دى وویل: «زه فکر کوم چې ټول ټیم، د ملي امنیت ټول ټیم ​​زموږ په ملي امنیت کې د هر څه مسولیت لري، او پدې کې زه د سلاکار په توګه شاملېږم.»

په مرکه کې له جیک سالیوان څخه د هغو راپورونو په اړه هم وپوښتل شول چې له افغانستان څخه د وتلو وروسته یې د استعفا وړاندیز کړی و؛ خو هغه وويل چې له ولسمشر سره د خپلو شخصي خبرو جزئيات نه په ډاګه کوي.

له افغانستان څخه د امریکا ګډوډ وتل

د جمهوري غوښتونکو لخوا د جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د سپتمبر میاشت په راپور کې د ولسمشر بایډن د «بې نظمه وتلو» له امله نیوکه وکړه، او دا یې یو ګړندی اقدام وباله چې د متحدینو او مشاورینو له مشورې سربېره ترسره او د غيرضروري مړينې لامل شو.

د بایډن د ادارې په مشرۍ له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل په ټوله نړۍ او د بشري حقونو د فعالانو په منځ کې پراخ غبرګونونه او نیوکې راپارولي دي.

تر دې مخکې د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دغه هېواد وتل «ګډوډ او ناورینونکي» بللی و او ویلي یې و، که هغه په واک کې وای، نو داسې څه به وى پېښ شوى.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو سره جمهوري حکومت وپاشل شو، طالبان بيا واک ته ورسېدل او په هېواد کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو پراخو سرغړونو خپل سيورى خپور کړ.