افغانستان

په ننګرهار کې نېول شوی کوږ چاپیریال ته خوشې شو

انځور له آرشیف

ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، چې د دوی تر ادارې لاندې د دغه ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست د «کوږ» ډوله ځنګلي ځناور له منګولو آزاد کړی دی.

د طالبانو تر ادارې لاندې دغې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه وحشي ځناور د دې ولایت د کوز کنړ ولسوالۍ په کاشکوټ کلي کې د ځايي خلکو له خوا نېول شوی و.

په ورته وخت کې د افغانستان د چاپېریال ساتنې یو شمېر فعالانو او هېوادوالو د نایابه ځناورو د ښکار په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د چاپېریال ساتنې فعالان ټینګار کوي چې د هېواد د ژویو تنوع او د وحشي ځناورو د ساتنې لپاره د دغو ژوو ساتنه اړینه ده.

د يادونې وړ ده، چې افغانستان د جګړو او بې ثباتۍ په کالونو کې د خپلو نادرو وحشي ځناورو په نفوس کې د پام وړ کموالي شاهد دی.

په ورته وخت کې د چاپېریال ساتنې فعالان د ښکار پر ځای د خطرناکو ژوو د ساتنې لپاره د لا زیاتو هڅو غوښتنه کوي.