سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا ولسمشر جوبایډن د یکشنبې په ورځ په افغانستان کې د طالبانو له خوا د نېول شویو امریکایانو له کورنیو سره ټېلېفوني خبرې وکړې.
رویټرز راپور ورکړ چې په دغه ټېلېفوني خبرو کې بایډن په بهر کې په بې له کوم جرمه بندي شويو امریکایانو بېرته ستنولو په اړه خپله ژمنه بيا تکرار کړه.
د راین کوربټ، جورج ګلزمن او محمود حبیبي په ګډون اووه امریکايي اتباع له ۲۰۲۲ کال راهیسې د طالبانو په زندانونو کې دي.
که څه هم د بایډن اداره له طالبانو سره د جولای له میاشتې راهیسې د درېیو امریکایي اتباعو خوشې کولو لپاره خبرې کوي؛ خو دا خبرې اترې لا هم کومې پايلې ته نه دي رسېدلي.
رویټرز مخکې د سرچینو په حواله راپور ورکړی و، چې د امریکا حکومت له طالبانو سره د ګوانتانامو زندان د یوه مهم زنداني او د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن د مرستیال محمد رحیم د تبادلې لپاره له طالبانو سره خبرې کوي.
یوې سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د امریکایانو د خلاصون هڅې روانې دي.
راین کوربټ او محمود حبیبي د ۲۰۲۲ کال په اګست میاشت کې په جلا جلا پېښو کې ونېول شول، یو کال وروسته له هغه چې طالبانو د امریکايي ځواکونو له ګډوډ وتلو وروسته پر کابل واک تر لاسه کړ. ښاغلی ګلزمن هغه کال وروسته له هغې د طالبانو له خوا ونېول شو چې افغانستان ته د یوه ګرځندوی په توګه تللی و.
د محمود حبیبي ورور احمد حبیبي چې د یکشنبې په ورځ یې د امریکا له ولسمشر سره ټېلېفوني خبرې کړې وې، د خبرو هرکلی وکړ.
هغه وویل: «ولسمشر بایډن موږ ته په واضح ډول وویل چې هغه که طالبان زما ورور خوشې نه کړي؛ نو د رحیم معامله به ونه کړي، هغه وویل چې هغه د مې ورور شاته نه پریږدي. زما کورنۍ ډیره منندوى ده چې هغه (بایډن) زما د ورور لپاره ولاړ دی.»
طالبانو تر دې وړاندې د ښاغلي حبیبي نېول رد کړي وو او یوې سرچینې تېره اوونۍ رویټرز ته ویلي و چې طالبانو د امریکا له هغه وړاندیز چې د رحیم او دوو نورو لپاره یې د ګلزمان او کوربټ د تبادلې په اړه کړي دي، مخالفت کړی دى.
په همدې حال کې، سپینې ماڼۍ یادونه کړې چې بایډن د میانمار، چین، غزې، هایټي، ایران، روسیې، روانډا، وینزویلا او لوېدیځې افریقا په ګډون په ټوله نړۍ کې له ٧۵ څخه ډیر امریکایان په ناحقه توقیف شوي وو کور ته ګرځولي دي. د هغه ادارې همدا راز له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو مخکې نېول شوي ټول امریکایان هم بېرته ستانه کړي دي.