د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وايي، چمتو دی چې د خپل هېواد د ځواکونو له خوا د شمالي کوریا نېول شوي سرتېري د روسیې له خوا نیول شوي اوکراینیانو د خلاصون په بدل کې خوشي کړي.
د رویټرز د راپور پر بنسټ، هغه ویلي چې که کيم جون اون وکولای شي د اوکراینیانو سره چې په روسيه کې بندیان دي د دوی تبادله اسانه کړي. نو د شمالي کوریا دغه سرتېري به هغه ته وسپاري.
دا په داسې حال کې ده، چې ښاغلي زیلینسکي د شنبې په ورځ وویل چې اوکراین د روسیې په کورسک سیمه کې د شمالي کوریا دوه سرتېري نیولي دي.
دا لومړی ځل دی چې اوکراین په تېر مني کې له نږدې درې کلنې جګړې وروسته د شمالي کوریا د پوځیانو د ژوندي نېول کېدو خبر ورکوي.
هغه په اېکس کې لیکلي«د شمالي کوریا څخه د لومړنيو نېول شوي سرتېرو سربېره، بې له شکه ډیر نور به هم وي. دا یوازې د وخت خبره ده چې زموږ ځواکونه به د نورو په نېولو بریالي شي.»
د اوکراین او لوېدیځ ارزونې ښيي چې د روسیې د متحد شمالي کوریا شاوخوا ۱۱زره پوځیان د مسکو د ځواکونو د ملاتړ لپاره په کورسک سیمه کې ځای پر ځای شوي دي؛ خو روسیې تر اوسه د دوی شتون نه تایید کړی او نه یې هم رد کړی دی.
د اوکراین ولسمشر ویلي دي چې په کورسک کې د روسیې او شمالي کوریا ځواکونو«درانه زیانونه او تلفات» لیدلي دي.
ولادیمیر زیلینسکي وايي: «اوکراین چمتو دی چې د کیم جونګ اون عسکر هغه ته وسپاري که چیرې هغه زموږ د هغو جنګیالیو د تبادله چې په روسیه کې نېول شوي دي؛ تنظیم کړي.»
هغه یوه لنډه ویډیو خپره کړې چې دوه سړي چې د شمالي کوریا د پوځیانو په توګه معرفي کېږي ليدل کېږي. یو یې لاس تړلى پر بستره پروت دى او بل چې خوله يې پر بنداژ تړلې ناست دی.
په ویډیو کې یو سړی د ژباړونکي له خولې وايي چې هغه نه پوهېده چې هغه د اوکراین په وړاندې جنګیږي او ورته ویل شوي چې هغه په تمریناتو بوخت دی.
دا سړى چې اسير ښکاري زیاتوي، د برید پر مهال په یوه پناه ځای کې پټ شوی و او څو ورځې وروسته وموندل شو. که هغه ته امر وشي چې شمالي کوریا ته ستون شي، هغه به دا کار وکړي. خو که چانس ورکړل شي، هغه چمتو دی چې په اوکراین کې پاتې شي.
په همدې حال کې ښاغلي زیلینسکي په یوه ټلوېزیوني وینا کې زیاته کړه: «له دوى دوو یو یې (عسکر) په اوکراین کې د پاتې کېدو او بل یې شمالي کوریا ته د ستنېدو هیله ښودلې ده.»