افغانستان

اوچا: د بودیجې کمښت د بشري مرستو مهمې سرچینې اغېزمنې کړي دي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، د بوديجې کمښت د بشري مرستو مهمې سرچینې اغېزمنې کړې دي.

د دغه سازمان په وینا، د پوهنې، خوراک، روغتیا، تغذيې او سرپناه برخې د راتلونکو درېیو میاشتو (د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ څخه تر مارچ میاشتې پورې) په ټپه درېدلو په حال کې دي.

په ورته وخت کې، اوچا وايي د ځینو توکو او اوږدمهاله لېږد لپاره د سيمه يزو تدارکاتو ننګونو له امله اضافي بودیجې ته چې «ډېره مهمه» ګڼل کیږي؛ اړتیا لري.

دغه بنسټ زیاتوي چې اضافي بوديجه د پولې ځنډونې او د بازار ګډوډي کموي او د لوړې اړتیا لرونکو سیمو کې د مرستو د توکو د ځای پر ځای کولو شونتيا برابروي.

د افغانستان بشري وضعیت

دا په داسې حال کې ده، چې اوچا د روان هجري لمریز کال د غويي په ۱۷مه په خپل مرغومي مياشتې راپور کې ویلي چې په راتلونکي کال کې به هم ۲۲.۹ میلیونه وګړي (د افغانستان له نیمايي ډېر نفوس) بشري مرستو ته اړتیا ولري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هماهنګۍ دفتر ویلي، چې سږ کال ۱۴.۸ میلیونه وګړي، چې د هېواد د وګړو نږدې یو پر درېیمه برخه جوړوي، خوراکي او کرنیزو مرستو ته اړتیا لري.

له بلې خوا دغه سازمان زياته کړې، چې په دغه هېواد کې د اقلیم بحران بشري ننګونې لاپسې زیاتې کړي دي او د اقلیم پورې اړونده زیانونو ته د رسېدو لپاره چې ډېرې زیان منونکي کورنۍ اغېزمنوي، یوازې بشردوستانه عمل کافي ندي.