افغانستان

شهباز شریف د نجونو پر زده کړو بندیز «د وخت تر ټولو مهمه ننګونه» وبلله

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په اسلام آباد کې د اسلامي همکاریو د سازمان په غونډه کې چې په اسلامي هېوادونو، په ځانګړې توګه افغانستان کې د نجونو پر زده کړو متمرکزه وه، په دې برخه کې محدودیتونه او ممانعتونه په نړۍ کې د وخت تر ټولو مهمه ننګونه وبلله.

هغه په ​​دې غونډه کې وويل:« موږ د مسلمانانو د نړيوال اتحاد او د دغه نوښت له مشرتابه څخه مننه کوو چې د نجونو د ښوونې او روزنې موخې ته ژمن دي؛ ځکه چې زموږ د وخت یو له مهمو ننګونو سره تړاو لري.»

د پاکستان د لومړي وزیر په وینا، ټولنیز دودونه د نجونو لپاره پر زده کړو محدودیتونو ستونزې لا پسې زیاتوي.

ښاغلي شریف په دې غونډه کې زیاته کړه چې د نجونو او ښځو پر زده کړو او تحصيل بندیز «له یوه څخه زیات نسلونه» اغزمنوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د نړۍ د مسلمانانو د اتحاديې سرمنشي او د مسلمانانو د علماوو د سازمان مشر محمد العيسى په يادې غونډه کې د نجونو پر زده کړې د طالبانو د بنديز په اړه وويل چې د حلالو حرام ګڼل ستره ګناه ده.

هغه طالبانو ته همداراز په واضح ډول ویلي دي چې خپل نظر او پرېکړې دې دین ته نه منسوبوي.

ښاغلي العیسی وویل:« هر فرد یا اداره که عامه وي او که خصوصي، باید په دې برخه کې ډېر احتیاط وکړي، د ښځو د زده کړو د حقونو په اړه د ملت د علماوو د متفقې اجماع له مخې دې خپلې نیمګړتیاوې دې په دین پورې نه تپي. »

د اسلام آباد غونډه

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان غونډه د اسلامي هېوادونو په ځانګړې توګه په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو متمرکزه وه، چې له پرون (شنبه، مرغومي ۲۲مه) د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې جوړه شوې ده.

په دې غونډه کې چې ټاکل شوې نن د یکشنبې په ورځ پای ته ورسېږي، د اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران، د اسلامي نړۍ علما او د نړیوالو اسلامي سازمانونو څه باندې ۲۰ کسان ګډون لري.

تمه کېږي چې د دې غونډې په پای کې د طالبانو له خوا د نجونو او ښځو پر زده کړو د بندیز په تړاو پرېکړه لیک هم صادر شي.

طالبانو د خپلې واکمنۍ له بيا ټينګښت راهيسې تر شپږم ټولګي پورته د ښوونځيو او د پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ تړلې دي. که څه هم د طالبانو دغه اقدام تر «امر ثاني» بلل شوی دی؛ خو د درېيو کلونو په تېرېدو سره طالبانو نه یوازې دا چې خپله تګلاره نه ده بدله کړې، بلکې لا ډېر شدت یې ورکړى دى.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د خپلې واکمنۍ له بيا ټينګښت وروسته د ښوونځيو دروازې تر شپږم ټولګي پورته او د پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ تړلې دي. که څه هم د طالبانو دغه اقدام تر «امرثاني» پورې بلل شوی دی؛ خو د درېیو کلونو په تېرېدو سره طالبانو نه یوازې دا چې خپله تګلاره نه ده بدله کړې؛ بلکې نور شدت یې هم ورکړى دى.

په تېره یوه میاشت کې طالبانو همداراز د هېواد په روغتيايي انسټيټيوټونو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز ولګاوه. داسې دوام چې له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

په ورته وخت کې طالبانو ښځې او نجونې پارکونو ته له تللو، حمامونو، د سينګارتونونو، له محرم پرته له تګ، په لوړ غږ له کار کولو منع کړي دي.