افغانستان

د امریکا د کانګرېس استازې: ترهګر باید د امریکا له مالیه ورکونکو څخه یو ډالر هم ترلاسه نکړي

پائولینا لونا د امریکا د کانګرېس غړې انځور. آرشیف

د کانګرېس غړې انا پاٸولینا لونا افغانستان ته د امریکا نغدي مرستو ته د طالبانو د لاس رسي په غبرګون کې ويلي، «ترهګر باید له امریکايي مالیه ورکونکو څخه یو ډلر هم ترلاسه نه کړي.»

لونا په اېکس کې لیکلي: «موږ هره اونۍ ۴٠ میلیونه ډالر طالبانو ته ورکوو، هغه ډله چې زموږ امنیت او حاکمیت ګواښي.»

د کانګرېس دغه غړي په ياد مجلس کې د ټیم بورچیټ لخوا د «تروریستانو ته د مالیه نه ورکولو» د لايحې ملاتړ ترڅنګ ټینګار وکړ چې دا به د دې «جنون» د مخنیوي لپاره په ترهګرو ډلو باندې د مالیاتو د مخنيوي لپاره لاره وي.

تیره اونۍ، د متحده ایالاتو د کانګرېس غړي تيم بورچټ اعلان وکړ چې هغه به د ترهګرو لخوا د مالیه ورکونکو د پیسو د کارولو بنديز لپاره یوه لايحه بیا وړاندې کړي.

د دې لایحې موخه د بهرنیو مرستو او یا د امریکا د مالي بودیجې سره د تړلو پروګرامونو له لارې د طالبانو تمویلولو مخنيوى دى.

دا اقدام د طالبانو لخوا د بهرنیو سرچينو او نړیوالو مرستو د کارولو په اړه مخ په زیاتېدونکي اندیښنو په لړ کې شوى دى، او موخه يې د روڼتیا ښه کول او د طالبانو د مالي پیاوړتیا مخنيوى دى.