افغانستان

د بېلاروس د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ستانکزي سره پر «سیاسي مسایلو» خبرې وکړې

د بهرنیو چارو وزارت لپاره د طالبانو سیاسي معین عباس ستانکزي او د بېلاروس د بهرنیو چارو وزارت لومړي مرستیال لوکا شویچ ترمنځ د ليدنې انځور

د طالبانو تر ادارې لاندې د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د بېلاروس د بهرنیو چارو وزارت لومړي مرستیال لوکا شویچ د دغه وزارت له سیاسي معین عباس ستانکزي سره کتلي دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې خبرو کې پر «سیاسي او اقتصادي مسایلو» او د دوه اړخېزو همکاریو په اړه هم خبرې شوې دي.

طالبانو د بېلاروس د دغه چارواکي په حواله ویلي، چې هېواد یې غواړي د دواړو خواوو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکاريو «بنسټ کېږدي».

خو د بېلاروس د بهرنیو چارو وزارت د دې ناستې په اړه څه نه دي ویلي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ښاغلي ستانکزي د بېلاروس د بهرنیو چارو د وزارت د لومړي مرستیال دغه سفر د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت لپاره یو مهم ګام وباله.

طالبان وايي، په دې ناسته کې پر دې هوکړه وشوه، چې دواړو لورو تخنیکي ټیمونو به په کابل او منسک کې د اړیکو د پراختیا په موخه خپلو خبرو ته دوام ورکوي.