افغانستان

ترکیې افغانستان ته ۷۲۴ ټنه بشري مرستې ولېږلې

انځور له آرشیف

په کابل کې د ترکیې سفارت وايي، د ښه نیت تر نامه لاندې یې ۷۲۴ ټنه بشري مرستې افغانستان ته استولي دي.

دغه سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې مرستو کې د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره خوراکي او نور اړین توکي شامل دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د مرستو دغه بسته هرات ولایت ته رسېدلې او له افغانستان سره د ترکیې د مرستو ۲۱مه جوپه ده.

په کابل کې د ترکیې سفارت وايي، دغه مرستې د طالبانو له خوا د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ټاکل شوي مشر شهاب الدین دلاور په حضور کې طالب چارواکو ته وسپارل شوې.

په افغانستان کې بشري وضعیت

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د مرغومي په ۱۷ مه په یوه راپور کې ویلي چې په راتلونکي کال کې به ۲۲.۹ میلیونه وګړي (د افغانستان له نیمايي زیات نفوس) بشري مرستو ته اړتیا ولري.

اوچا ويلي چې ١٤.٨ ميلیونه خلک چې د هېواد د نفوس نږدې درېیمې برخې سره برابره ده، سږکال به خوراکي او کرنېزو مرستو ته اړتیا ولري.

د دې ادارې په وینا، د خوراکي توکو شدیده ناامني، د اوبو، روغتیا ساتنې او درمليزو خدمتونو نشتوالى په هېواد کې د خوارځواکۍ د کچې د لوړېدو لامل شوی دی.