نړۍ

روسیې د اوکراین په ختیځ کې شوچنکو ښارګوټی نېولى

د روسیې د دفاع وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد پوځ د اوکراین په ختیځ کې د پوکروفیسک مهم ښار ته څېرمه یو شمېر برخې نیولې دي.

د رویټرز د راپور له مخې، روسیې ویلي چې شیوچنکو د پوکروفیسک په ښار کې د اوکرایني ځواکونو لوژستیکي مرکز ته څېرمه یو له هغو مېشت ځایونو څخه دی چې د دغه هېواد د ځواکونو لاس ته لوېدلى دى.

د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې د دې هېواد د ځواکونو اصلي موخه د اوکراین په ختیځ کې د دونتسک سیمې له لارې پرمختګ دی.

که څه هم اوکرایني پوځ د لومړۍ کرښې د فعالیتونو په اړه په خپل وروستي راپور کې د دغه ښارګوټي یادونه نه ده کړې. خو ويلي يې دي، چې روسيې په تېرو ٢۴ ساعتونو کې پوکروفيسک ته څېرمه د دوى ځواکونو پر پوستو تر ۵٠ زيات بريدونه کړي دي.

د روسیې د پوځ د راپور له مخې، د شوچنکو ښارګوټي په نېولو سره چې د پوکروفيسک لوېدیځ ته په درې کیلومترۍ کې پروت دی، د دغه هیواد د ځواکونو «پرېکنده اقدام» خپل اوج ته رسېدلی دی.

په راپور کې همداراز ویل شوي چې روسي ځواکونو د اوکراین پر پوځي هوايي ډګرونو او د انرژۍ په زېربناوو چې د دغه هېواد پوځ ته خدمت کوي، د الوتکو، ډرون او توغندیو په وسیله بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

د اوکراین د پوځ لوی درستیز وايي، د دوی ځواکونو د پوکروفسک سیمې په ۱۲ ښارونو کې د روسیې ۴۶۶ بریدونو څخه ۵۶ یې په شا تمبولي دي. ۱۰ نور بریدونه لا هم روان دي.

د دونیتسک د سیمې والي چې د اوکرایني ځواکونو تر کنټرول لاندې ده، وادیم فيلاشکین ویلي، د پوکروفسک په شمال کې پر یوه کلي د توغندي د لګېدو له امله د سیمې یو اوسېدونکی وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې ځواکونه د څو میاشتو راهیسې د دونتىک په سیمه کې په ثابت ډول د لوېدیځ لور ته پرمختګ کوي او د ٢٠٢٢ په فبروري کې پر اوکراین د مسکو د بشپړ برید پیلولو راهیسې د دوی ترټولو چټک پرمختګ په ګوته کوي.

په همدې حال کې، د روسیې ريا خبري اژانس هم د پوکروفسک په جنوب کې د لوژستیکي مرکز کوراخوف څخه د خپل يوه خبریال په واسطه خپل لومړنی راپور خپور کړی دی.