نړۍ

د امریکا ځنګليز اور په ۲۴ ساعتونو کې زرګونه هکټاره ځمکه سوځولې ده

انځور له رویټرز

د امریکا په لاس انجلس کې اورلګېدنه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې خپره شوې او د پالیساډز په سیمه کې یې زرګونه هکټاره ځمکه او ډېرې ودانۍ یې سوځولې دي.

ټاډ هاپکينز، د کال فاٸر بنسټ د اور وژنې مشر، په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې په لاس انجلس کې د پالیساډز اورونه یوازې ١١ سلنه مهار شوي دي.

د رویټرز په وینا دغو اورونو یوازې د لاس انجلس په دې سیمه کې له ۲۲زره هکټارو زیاته ځمکه سوځولې ده.

ښاغلي هاپکينز ويلي چې د پالساډز اور د«منډی ويلي کينيون» په نوم ګاونډ ته خپور شوی او ممکن برینټ ووډ یوه مجللې سيمه ته چې مشهور خلک پکې اوسېږي ، لوبې کوي، او د سانفرنانډ دره پکې پرته ده، ته هم وغځېږي.

د هغه په ​​وینا، د لاس انجلس شمال څخه جنوب ته د ۴٠۵ لويې لارې په لور د دې اور د خپرېدو خطر شتون لري او ممکن هغه لور ته هم زيات شي.

په ورته وخت کې، د متحده ایالاتو د هواپېژندنې ملي خدمتونو د سانټا آنا د بادونو د خرابیدو خبرداری ورکړی، چې تمه کیږي د شنبې له شپې څخه د یکشنبې تر سهاره پورې د لاس انجلس او وینټورا په ښارونو کې د دوشنبې تر سهاره پورې دوامدار بادونه په ساعت کې ٣٠ میلو او په ساعت د لګېدو اندازه يې ۷۰ کیلومترو ته ورسېږي.

د متحده ایالاتو د هوا پوه رز شوینفیلډ ويلي: «موږ د چهارشنبې تر ورځې پورې د اور وژنې په دوامداره دوره کې یو. تمه کیږي چې شرایط تر پنجشنبې پورې عادي شي.»