نړۍ

کوریايي چارواکي: جیجو ایر د غورځېدو دمخه له کاره لوېدلې وه

د سویلي کوریا چارواکي وايي د ججو ایر الوتکې چې تېره میاشت د موان په هوایی ډګر کې نسکوره شوې وه تور بکس د ټکر څخه څلور دقیقې دمخه د غږيز او الوتنې معلوماتو ثبتول بند کړي وو.

د جنوبي کوریا د ټرانسپورټ وزارت وايي، پلټونکي د غږ ثبتونکي کابين او د الوتنې د معلوماتو د نه ثبتولو د لامل د معلومولو لپاره څېړنې کوي.

د دغه هېواد چارواکو همداراز ویلي چې د الوتنې د اطلاعاتو ثبتونکى خراب شوی و او د تحليل او تجزيې لپاره یې امریکا ته استولی دی.

د جنوبي کوریا د ترانسپورت وزیر پارک سانګ وو ویلي دي: «د هوايي چلند د خوندیتوب د وزیر په توګه زه د دې تراژیدۍ د دروند مسوولیت احساس کوم. زه به د یوه مسٶل چارواکي په توګه مناسب اقدام وکړم او د استعفا لپاره د سمې لارې او وخت په اړه بحث کوم.»

دغه الوتکه د ډسمبر په ۲۹مه د موان په هوايي ډګر کې له څرخېدو پرته ښکته شوه او له دیوال سره ولګېده چې په پایله کې یې ۱۷۹ مسافر مړه شول او یوازې د الوتکې دوه خدمت کوونکو د الوتکې له ورستۍ برخې وژغورل شو.

د راپورونو پر بنسټ، پیلوټ مخکې له دې چې د کنټرول برج ته سره ټکر وکړي، له مرغانو سره د الوتکو د ټکر خبر ورکړی و.