د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، سږني ژمي کې په بېلابېلو ولایتونو کې د ګازو نېونې له امله لږ تر لږه ۲۴ کسان مړه شوي دي.
د دغه وزارت ویاند شرف زمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې تر دې مهاله په ټول هېواد کې ۸۹۴ کسان د کاربن مونو اکساید ګازو له امله مسموم شوي دي. د هغه په وينا، په مړو شويو کې ١۵ نارينه او ٩ ښځې شاملې دي.
د ژمي په رارسېدو سره، ډېرې کورنۍ د خپلو کورونو د تودولو لپاره ګاز او ډبرو سکاره کاروي. په همدې حال کې، اقتصادي ستونزو او فقر په دې موسم کې د ډیری خلکو لپاره د ژوند شرايط نور هم ستونزمن کړي دي.
د روان کال د وږي په اوومه نېټه د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) اعلان وکړ چې د سړو موسم له پیلېدو سره په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا ډېره شوې ده.
د دغه سازمان د راپور له مخې، په روان ژمي کې به شاوخوا ۱۴،۸ میلیونه وګړي، چې د افغانستان د نفوس ۳۲ سلنه برخه تشکيلوي، د خوړو له سخت ناخوندیتوب سره مخ شي.