افغانستان

ایران او پاکستان په یوه اونۍ کې تر ۵۵۰ زیاتې کډوالې کورنۍ اېستلي

انځور له آرشیف

د طالبانو تر واک لاندې باختر آژانس له راپورونو د آمو له خوا د ترلاسه شويو شمېرو له مخې، ايران او پاکستان په تېره يوه اوونۍ کې (د مرغومي له ١٥مې نېټې څخه تر ٢٢مې نېټې پورې) ۵۵۹ افغان کډوالې کورنۍ اېستلي دي.

د دې شمېرو پر بنسټ، په دې موده کې ایران ۴۳۴ او پاکستان ۱۲۵ کډوالې کورنۍ په جبري او اختیاري ډول ایستلې دي.

د يادونې وړ ده، چې دغه احصايې د تېرې اونۍ د شپږو ورځو دي او د طالبانو تر ادارې لاندې دغې خبري اژانس د يکشنبې په ورځ (د مرغومي ١٦مه) د کډوالو د راستنېدو احصايې نه دي خپرې کړي.

د دغو راټولو شویو شمېرو پر بنسټ، په تېره یوه اوونۍ کې ۶۷ کورنۍ د تورخم له لارې او ۵۸ کورنۍ د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.

په همدې حال کې ۱۵۹ کورنۍ د نیمروز ولایت د پل ابرېشم له لارې او همدارنګه ۲۷۵ کورنۍ د اسلام قلعه له پولې افغانستان ته داخلې شوې دي.

په تېره اونۍ کې د راستنېدو شویو کډوالو احصایې

ایران او پاکستان هم تر دې یوه اوونۍ مخکې (د مرغومي له ۷مې تر ۱۴مې) ۴۲۱ افغان کډوالې کورنۍ له خپلې خاورې اېستلي وې.

دغه احصایې چې د آمو لخوا راټولې شوي، د تېرې اونۍ په لومړیو پنځو ورځو کې دي او د طالبانو له خوا د باختر خبري اژانس د دې اونۍ په وروستیو دوو ورځو کې د کډوالو د راستنېدو احصایې نه دي خپرې کړي.

د دغو شمېرو له مخې ایران په دې موده کې ۳۰۴ او پاکستان ۱۱۷ کډوالې کورنۍ اېستلي دي.

په ایران او پاکستان کې د کډوالو وضعیت

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې پاکستان او ایران له هېواده د کډوالو د نېولو، راټولولو او جبري شړلو لړۍ ته زور ورکړی دی.

په تېرو دوو اونیو کې پاکستاني پولیسو د ښځو او ماشومانو په ګډون په سلګونو کډوال نېولي او له افغانستان سره د پولې له لارې یې ایستلي دي.

په همدې حال کې مناع وايي، چې پاکستاني پوليسو يو شمېر هغه کډوال نيولي او شړلي، چې د اوسېدو قانوني اسناد يې درلودل.

په ورته وخت کې ایران هم د افغان کډوالو د نېولو بهیر کړندى کړی او د دغه هېواد چارواکو ویلي دي چې بې اسناده افغان کډوال په ایران کې نه ځاى نه لري او وبه ویستل شي.