د ولسمشر جو بایډن په مشرۍ د متحده ایالاتو ادارې د روسیې د تېلو او ګازو عایداتو باندې خپل «تر ټولو پراخه بندیزونه » ولګول.
رویټرز راپور ورکړی چې د دغو بندیزونو موخه د روسیې پر وړاندې کییف ته د مالي امکاناتو ورکول، په اوکراین کې د جګړې د دوام لپاره د مسکو د عاید کمول او د ډونلډ ټرمپ له ټیم سره یوې هوکړې ته د رسېدو په برخه کې مرسته کول دي.
د راپور له مخې، د امریکا د خزانې وزارت لخوا په لګول شویو بندیزونو کې د سورګوت نفتګاز په نوم روسیې شرکت « ګزپروم نفت» د روسیې د تېلو د لېږدولو ۱۸۳ بېړۍ او له روسیې سره د تېلو د سوداګرۍ په برخه کې غیر غربي شبکې شاملې دي
د سپینې ماڼۍ لوړ پوړي اقتصادي او د ملي امنیت سلاکار دلیپ سینګ په یوه بیان کې ویلي چې دا اقدامات د روسیې د انرژۍ پر سکتور چې تر دې دمه د پوتین د جګړې د عاید تر ټولو لویه سرچینه ده، تر ټولو مهم بندیزونه دي.
په ورته وخت کې ، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په اېکس کې لیکلي چې د جمعې په ورځ اعلان شوي اقدامات به مسکو ته «د پام وړ ضربه» ورسوي.
هغه زیاتوي: «څومره چې روسیه د تېلو څخه لږ عاید ترلاسه کوي، ژر به سوله رامنځته شي.»
په ورته وخت کې، د متحده ایالاتو د خزانې وزارت هغه شرایط هم لغوه کړي چې د روسیې بانکونو په وړاندې د بندیزونو څخه د انرژۍ تادیاتو منځګړیتوبونه معاف کوي.
یوه بل امریکايي چارواکي په یوه ټېلېفوني اړيکه کې خبریالانو ته ویلي، چې که بندیزونه په کافي اندازه عملي شي، نو باید روسیه په میاشت کې میلیاردونه ډالر تاوان وکړي.
دا امریکایی چارواکی وایی: «د تولید او توزیع سلسله کې هیڅ مرحله ناڅاپه نه ده، او دا موږ ته ډیر باور راکوي چې د روسیې تېښته به ډیر ګران وي.»