افغانستان

د خوړو نړيوال پروګرام د افغان ښځو او ماشومانو لپاره د مرستو پر دوام ټینګار وکړ

عکس له آرشیف

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د ډسمبر په میاشت کې په خپل راپور کې په ټینګار ویلي چې سره ددې چې طالبانو په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار کولو سخت بندیز لګولی دی. خو دغه سازمان له افغان ښځو، ماشومانو او نارینه وو سره مرستو ته دوام ورکوي.

په همدې حال کې په راپور کې ویل شوي چې د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي نښتو د پکتیکا ولایت په برمل او ګیان ولسوالیو کې د خوراکي توکو د مرستو بهیر ګډوډ کړی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام په وینا، په پکتیا او خوست ولایتونو کې جګړو همداراز په تېره یوه میاشت کې د مرستو رسولو بهیر اغېزمن کړی دی.

خو دغه سازمان زیاتوي چې د جګړې له امله د احتمالي داخلي بې ځایه کېدو وضعیت څاري.

په راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر له لومړۍ نېټې څخه پاکستاني چارواکو د کابل او اسلام آباد ترمنځ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو او هوايي خدمتونو (يو اېن هاس) الوتنې ځنډولې دي، چې د خوراک نړیوال پروګرام د مرستو پر بهیر یې هم منفي اغېز کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشرپاله چارو او هوايي چلند ادارې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزارته غوښتي چې په دې برخه کې همکاري وکړي او د ملکي هوايي چلند له وزارت سره دې په سمدستي توګه د دې برخې د الوتنې جوازونه بېرته فعال کړي.