د کاپيسا ولايت په اله ساى ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا د خلکو د جسمي مجازاتو په دوام درې ښځې او دوه نارينه «له کور څخه د تېښتې، نامشروع اړيکو او زنا» په تور په درو ووهل شول.
د طالبانو تر ادارې لاندې سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له دغو کسانو هر یو یې له «۸ څخه تر ۳۹ درو» وهل شوي او له شپږو میاشتو څخه تر یو کال پورې د بند سزا هم ور اورول شوې ده.
طالبان وايي، د دوی تر ادارې لاندې د سترې محکمې له تاييد وروسته پر دغو کسانو د جسمي مجازاتو حکم صادر شوی دی.
په دې خبرپاڼه کې راغلي د دغه کسانو د مجازاتو پر مهال په دغه ولایت کې د طالبانو د قضايي، امنیتي او کشفي چارواکو تر څنګ یو شمېر سیمه ییزو چارواکو هم حضور درلود.
په تېره يوه اونۍ کې د درو وهلو احصایې
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې د پنځو ښځو په ګډون ۱۴ تنه په بېلابېلو تورونو په درو وهلي دي.
د يادولو وړ ده، چې تېر زيږديز کال طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې د ۴۲ ښځو په ګډون ۵۸۰ کسان په بېلابېلو تورونو په درو وهلي وو.
د طالبانو دغه چلند د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو له جدي او توندو غبرګونونو سره مخ شوى دى. دغه نړیوالو سازمانونو د طالبانو له خوا د خلکو په مخ کې د خلکو د جسمي مجازاتو د بهیر د سمدستي بندیدو غوښتونه کړې ده.