افغانستان

طالبانو په غزني او پکتیا کې دوه تنه په درو ووهل

انځور له آرشیف

طالبانو د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ او د پکتیا ولایت په مرکز کې دوه کسان د «بد اخلاقۍ او غلا» په تور په دُرو ووهل.

د طالبانو سترې محکمې په دوو جلا خبرپاڼو کې ویلي، چې له دې دوو يې هر یو په «۳۹ درو» وهلى او یو تن یې په غزني کې په څلور کاله بند او بل یې په پکتیا کې په یو کال بند محکوم کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان د طالبانو د سترې محکمې له تاييد وروسته په عام محضر کې په فزیکي توګه مجازات شول.

طالبان وايي، چې په غزني او پکتیا کې د دغه کسانو د مجازات کولو په مهال د وى قضايي، د سیمه ییزو اداري چارواکو او همدا راز یو شمېر ځايي اوسېدونکي حاضر وو.

په یوه کال کې د طالبانو له خوا د په درو وهل شويو کسانو احصایې

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې د ۴۲ ښځو په ګډون ۵۸۰ کسان په بېلابېلو تورونو په عام محضر کې په درو وهلي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د سترې محکمې له لوري خپرې شوي شمېرې ښيي چې د تېر کال په وروستیو دوو میاشتو کې یې د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې د ۱۲ ښځو په ګډون ۹۳ تنه په عام محضر کې په درو وهلي دي.

د طالبانو دغه چلند د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو له جدي او توندو غبرګونونو سره مخ شوى دى.

دغه نړیوالو سازمانونو د طالبانو له خوا په عام محضر کې د خلکو د جسمي مجازاتو د بهیر د سمدستي بندېدو غوښتنه کړې ده.