افغانستان

اسپانیا له افغانستان سره څه باندې یو میلیون ډالره مرسته وکړه

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، هسپانیې له افغانستان سره ١.١ میلیون ډالره مرسته کړې ده.

اوچا پر اېکس ټولنيز شبکه ليکلي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو صندوق به دا مرستې سږکال په هېواد کې اړو خلکو سره د مرستې لپاره ولګول شي.

دغه سازمان وايي د هېوادونو دوامداره مرستې به د افغانانو ژوند وژغوري.

په افغانستان کې بشري وضعیت

اوچا په یوه راپور کې ویلي چې ٢٢.٩ میلیونه خلک – د افغانستان د نفوس نیمایي څخه ډېر – به راتلونکي کال د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا ولري.

په ورته وخت کې، د دغه سازمان په وینا، د خوړو سخت ناخونديتوب، د اوبو، روغتیا ساتنې او درمليزو خدمتونو نشتوالی، په هېواد کې د خوارځواکۍ د کچې د زیاتوالي لامل شوی دى.

دغه سازمان زیاتوي چې په راتلونکي کال کې به ۳.۵ میلیونه ماشومان او ۱.۱ میلیونه ښځې بېړنۍ تغذیې ته اړتیا ولري.

اوچا همدارنګه ټینګار وکړ چې د طالبانو له واک راهيسې د افغانستان په اقتصاد کې یو پر دریمه برخه کمښت، د بودیجې محدودیت، بېکارۍ، د کورنیو پورونو او پراخې بې وزلۍ په هېواد کې اقتصادي وضعیت سخت«خراب» کړی دی.