د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، په سلګونو متقاعدو امریکايي پوځیانو د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته په لیک کې له هغه څخه غوښتي چې د هغو زیانمنونکو افغانانو چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې د امريكا له ځواکونو سره کار کړی دی د لېږد، بيا مېشتېدنې او ځای پر ځای کولو بهیر ته دوام ورکړي.
په لیک کې راغلي چې افغان اتباع چې ویل کیږي د متحده ایالاتو متحدین دي د«طالبانو له خوا د غچ اخیستنې» له خطر سره مخ دي.
د دغه خبري آژانس د راپور له مخې دغه لیک چې د سلګونو متقاعدو پوځیانو، امریکايي چارواکو او نورو له خوا لاسلیک شوی، تمه کېږي چې ښاغلي ټرمپ او د امریکا د کانګرېس مشرانو ته ولېږل شي.
په راپور کې ویل شوي چې دا اقدام د فارورډ ایتلاف په نوم د یوې موسسې له خوا تنظیم شوی چې له هغو ډلو څخه جوړ شوی چې د متحده ایالاتو له حکومت سره کار کوي ترڅو د افغان اتباعو سره په متحده ایالاتو کې د نوي ژوند پیل کولو کې مرسته وکړي.
د دغه ليک په لمړنۍ ليکنه کې راغلي: « له موږ سره ډېرو ژباړونکو، سرتېرو او افغان کورنیو نږدې کار کړی چې زموږ د ساتنې او لارښوونې لپاره یې هرڅه په خطر کې اچولي. اوس د هغوی پرېښودل د هغو ارزښتونو سره خیانت دی چې موږ یې لپاره مبارزه کړې او هغه باور چې د کلونو ګډې مبارزې او قربانۍ له لارې جوړ شوی دی.»
د امریکا ویزو ته افغان اتباعو انتظار
په داسې حال کې چې سپینې ماڼۍ ته د منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ د راستنېدو وخت رانژدې کېږي، د هغو افغان اتباعو د بیا مېشتېدو په اړه اندېښنې راپورته شوې چې د امریکا متحدین ګڼل کېږي.
د متحده ایالاتو د ځانګړې کډوالۍ ویزو یو شمیر غوښتونکي او همدارنګه هغه کسان چې د پي ١ او پي٢ پروګرامونو لاندې د متحده ایالاتو ویزو لپاره غوښتنلیکونه لري، وايي چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو درېيو کالو په تېرېدو لا هم د دوی د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه نه دي پروسس شوي.
دغه هېوادوال وايي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ د طالبانو د واک ټينګښت وروسته د دوی لپاره د ژوند شرایط ستونزمن شوي او له ګڼو«ګواښونو» سره مخ دي.
په همدې حال کې په امريکا کې يو شمېر هغه پناه غوښتونکي چې د طالبانو له راتګ وروسته د پاکستان او ايران په ګډون درېيمو هېوادونو ته تللي، وايي چې له درېيو کلونو وروسته لا هم له دغو هېوادونو څخه د جبري شړلو له خطر سره مخ دي.
دغه پناه غوښتونکي وايي، دوی به په افغانستان کې د بندي کېدو، شکنجې، ورکېدو، بې وزلۍ، بېکارۍ او د جبري شړلو له ګواښونو سره مخ شي.
په همدې حال کې د هېواد اوسېدونکي د مسٶولو ادارو او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د دوی د دوسیو د څېړلو پر څرنګوالي نیوکه کوي او وايي چې دا بهیر «ډېر ورو» دی او دوی یې اندېښمن کړي دي.