د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیرې اليناوالتونن وايي، د ناټو په پوځي اتحاد کې غړیتوب یوازینی معتبر اوږدمهاله امنیتي تضمين دی چې اوکراین يې د روسیې د راتلونکي یرغل په وړاندې ترلاسه کولاى شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د جنوري په شلمه سپینې ماڼۍ ته د متحده ایالاتو د منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ بېرته راستنېدو د مسکو د تېري د پای ته رسولو لپاره د ډیپلوماټیک حل لپاره هیلې زیاتې کړې. خو په عین حال کې، په کییف کې يې دا اندېښنې راپورته کړي چې ممکن چټکه سوله په «لوړ قیمت» ترلاسه شي.
تر دې مخکې، د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په ګډون اوکرایني چارواکو د اوکراین له شریکانو څخه د قوي امنیتي ضمانتونو غوښتنه کړې وه چې د نوي برید لپاره د روسيې د بیا تجهیزېدو مخنيوى کوي.
د رویټرز د راپور له مخې، د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیرې، د ناټو تړون د «ډلييزې دفاع» مادې ته په اشارې، په کییف کې وویل:« زه فکر کوم چې په اوږد مهال کې، یوازینی معتبر امنیتی ضمانت د واشنګټن د تړون پنځمه ماده ده. ياهم په بنسټيز ډول د ناټو غړیتوب. موږ په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب ملاتړ کوو، او په راتلونکي کې ددې کار د کېدو هیله لرو.»
د اوکراین مشرانو په ۳۲ غړيو پوځي اتحاد کې د ګډون لپاره د بلنې لپاره سخت فشار راوړی دی؛ خو دوی د مهمو غړو له مقاومت سره مخ شوي دي. لکه څنګه چې جګړه د خپل درېيم کال پای ته نږدې کیږي، اوکرایني ځواکونه هڅه کوي چې د روسیې د پرمختګ مخه ونیسي.
ډونلډ ټرمپ چې له اوکراین سره یې د امریکا پر مرستو نيوکه کړې، د سې شنبې په ورځ وویل چې د روسیې له هغه دریځ سره چې اوکراین باید د ناټو غړی نه وي، خواخوږي لري.
د دغه راپور له مخې، د ښاغلي ټرمپ مرستیالان او متحدین یې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د مسکو پر وړاندې یو غیر ضروري عمل ګڼي.
په همدې حال کې د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن هم په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب په اړه د امریکا د دریځ په بدلولو تورن کړی دی.
خو آغلې والتونن په کيیف کې څو ورځې وروسته له هغې چې فنلنډ د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان مشري په غاړه واخیسته، وویل چې لازمه به نه وي چې د ټرمپ اداره په اوکراین کې د ناټو اهداف پای ته ورسوي.
هغې وویل: «درې کاله مخکې هیچا فکر نه کاوه چې فنلنډ یا سویډن به له ناټو سره یوځای شي. نو موږ دلته یو، تاسو هیڅکله نه پوهیږئ.»
فنلنډ چې له روسیې سره ۸۳۰ میل (۱۳۳۶ کیلومتره) ګډه پوله لري، په ۲۰۲۳ کال کې وروسته له هغه له دې اتحاد سره یوځای شو چې مسکو پر خپل کوچني ګاونډي هر اړخېز برید پیل کړ. سویډن د روان کال په پیل دغه اتحاد سره یوځای شو.