په غزني ولايت کې يوې ترافيکي پيښې له پنځه تنو ژوند واخيست.
د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند خالد سرحدي وايي، دغه پېښه تېره شپه (چهارشنبه د مرغومي په ۱۹مه) د کابل – کندهار پر لويه لاره رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، دغه پېښه له يوه بار وړونکي موټر سره د کرولا موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
د يادونې ده، چې دغه ترافيکي پېښه د غزني په آب بند ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
طالبانو د پر يخ د سړک پوښل، د شپې تیاره او د موټر چلوونکو بې احتیاطي د دې پېښې لاملونه بللي دي.