نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې د ځانګړو ځواکونو په ګډون برېټانيوي پوځیان په افغانستان کې د «جنګي جرمونو» د تورونو په تړاو د معافیت له فرهنګ سره مخ وو.
راپور وايي، د برېټانيا ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال د مخالفينو د ځپلو لپاره له خورا سختو لارو کار اخیستی او «بې وسلې ولسي وګړي» یې وژلي دي.
په رسمي تحقیقاتو کې د یوې شاهدۍ له مخې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوه، برېټانيوي ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې یو سړی تر ډزو مخکې پر خوله يې د بالښت په اېښودلو سره مړ کړ.
نیویارک ټایمز راپور ورکړى، چې يو افسر د ٢٠١١ په مارچ کې یو برېټانيوي سرتېري ته ويلي:« د عملیاتو په جریان کې، دا ویل شوي و چې د جګړې عمر لرونکي سړي، پرته له دې چې دوی ته ګواښ او تهدید وي، په نښه شي. په دې کې هغه کسان هم شامل وو چې په لاسونو کې يې وسلې نه درلودې.»
ورځپاڼه وايي شاهدي هغه مهال د تړلو دروازو تر شا ورکړل شوه.
د برېټانيې د دفاع وزارت په ۲۰۲۲ کال کې اعلان وکړ چې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د برېټانيوي ځواکونو لخوا د «جنګي جرمونو» د تورونو په اړه به څېړنې پیل کړي.
نیویارک ټایمز وايي چې د چهارشنبه په ورځ خپاره شوي سلګونه پاڼې شواهد چې د لوړ پوړو افسرانو او لومړۍ درجې سرتېرو لخوا د برېښنالیکونو تبادلې، لیکونو او د شاهدانو بیانونو په ګډون، د معافیت کلتور سره د یو لوړ پوړي جنګیالي ځواک اندېښمنونکى انځور انځوروي.
د برېټانيا پوځي قطعې یوه غړي وویل، داسې ښکاري چې برېټانيوي پوځیان په افغانستان کې د اوږدې جګړې په ترڅ کې «له ملامتۍ اوښتي» وو او «هغه زرینه لاره وه چې دوی ته یې د مرګ له مجازاتو څخه د تېښتې اجازه ورکړه.»
راپور وايي، د ټولو عیني شاهدانو په څېر، د سرتېري هویت نه دی په ډاګه شوی. ډېر بیانونه او نور اسناد د نومونو، واحدونو او د عملیاتو د ځایونو د پټولو لپاره په پراخه کچه ترمیم شوي دي. خو د دغو جزیاتو پټولو سربېره، د جګپوړو افسرانو لخوا چې د یاغیانو په وړاندې د شپې په بریدونو کې کارول شوي تاکتیکونو په اړه د خپلو قوماندانانو سره اندېښنې راپورته کولې، روښانه توضیحات شته دى.
د دفاع وزارت وویل: «د دې لپاره مناسبه ده مخکې له دې چې نوره تبصره وکړو، د دې څېړنو پایلو ته انتظار وباسو.»
د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د برېټانيوي پوځيانو له خوا د «جنګي جرمونو»تورونه کومه نوې خبره نه ده. د امریکا ځانګړي عملیاتي ځواکونه هم په افغانستان کې په مکرر ډول په ناوړه کړنو تورن شوي چې په هغو کې په بریدونو کې د ملکي وګړو وژل او بیا د پټولو هڅه شامل دي.
د برېټانيې د ځانګړو ځواکونو چلند په تېر مني کې په سیاسي جنجال هغه مهال بدل شو، چې محافظه کار ګوند نوی مشر ټاکل کېده. د ګوند یو نوماند رابرټ جینریک پرته له دې چې شواهد وړاندې کړي ادعا وکړه چې برېټانيوي سرتېري «د دوی د نیولو پرځای ترهګر وژل» او زیاته یې کړه چې له همدې امله د بشري حقونو اروپایی محکمه به برېټانيا مجبور کړي چې دوی خوشې کړي.
ښاغلی جنریک د دوو نورو کاندیدانو، ټام توګنډات او جیمز کلوورلي له سختو نیوکو لاندې راغی، چې دواړه پخواني برېټانيوي پوځیان وو. ښاغلي توګنډات وویل چې د هغه څرګندونې «د پوځي عملیاتو او د بې وسلې شخړو د قانون بنسټیز ناسم پوهاوى» منعکسوي.
نيويارک ټايمز وايي، د برېټانيې د پوځ د ځانګړو ځواکونو د قطعې او د شاهي سمندري ځواکونو د ځانګړو بېړيو خدمتونو تر منځ د سختې سيالۍ له امله د افشاګريوځينې برخې ښکاره شوې دي.