د امریکا په لاس انجلس ایالت کې د سه شنبې په ورځ د ځنګلونو اور لګېدنه پرته له ځنډه خپره شوې او د دغه ایالت ډېرې برخې یې احاطه کړې دي.
دغه اورلګېدنې چې رویټرز يې په امریکا کې یو «تاریخي طبیعي ناورین» بولي، لږترلږه پنځه کسان وژلي او له لاس انجلس څخه د ١٠٠زرو څخه د زیاتو خلکو د بې کوره کېدو لامل شوي ده.
له بلې خوا د تېزو بادونو خپرېدو د اور وژنې عملیات له خنډ سره مخ کړي او د دغه اور لمبو زياتوالي لامل شوي دي، چې په پایله کې يې سلګونه کورونه سوځېدلي دي.
د لاس انجلس ايالت چارواکي وايي چې د سه شنبې راهیسې په دې ایالت کې پنځه جلا ځنګلي اورونه لګېدلي، چې تر اوسه هیڅ نه دي مهار شوي.
دا اورونه د لاس انجلس څو ښارونه په ډله يیز حرکت کې ساتي او بې له کوم خنډه يې سوځوي.
د راپور پربنسټ، دې اور تر اوسه د لاس انجلس په سانټا مونیکا او مالیبو کې په غرونو کې شاوخوا ٦زره ۴٠٦ هکټاره ځمکه او زر کورونه او جوړښتونه سوځولي او د سه شنبې په ورځ په د آرام سمندر کې توپانګاه درې ته رسېدلى دى.
دا پېښه د لاس انجلس په تاریخ کې یو له «ترټولو ویجاړونکي» اورونو څخه بلل کیږي.
د اکوویدر خصوصي بنسټ، د دې اورونو لومړني زیانونه او اقتصادي زیان له ۵٠ ميلیارد ډالرو څخه ډېره اټکلې ده.
د لاس انجلس ايالت د بېړني مدیریت رٸیس کوين مک ګوان په یوه خبري کنفرانس کې ويلي: «موږ د تاریخي طبیعي ناورین سره مخ یو ، او فکر کوم چې دا له پامه نشي غورځول کېدای.»
د يادونې وړ ده چې د لاس انجلس اسمان د دغه ايالت په ځينو سيمو کې سور دی او فضا لوګيو پوښلې ده. د امريكا پاور آوټیج ویب پاڼې د راپور له مخې، له دغې اورلګېدنې وروسته په لاس انجلس ښار کې شاوخوا یو میلیون کورونو او کاروبارونو ته برېښنا پرې شوې ده.
د ايټون د اور وژنې یو کارکوونکی کويت ویلیامز وویل: «باد چلېده، اورونه له ٣٠ یا ۴٠ فوټو (٩ څخه تر ١٢ مترو) پورې روان وو او د پاپ، پاپ، پاپ» غږ اورېدل کېده. د جګړې د ډګر په څېر يو غږ و.»
هغه په پاسادنا کې د تخليې په یوه مرکز کې، د خپلو ګاونډیو په کورونو کې د ګاز کپسولونو په اړه هم وويل چې د اور د تودوخې له امله يې چاودنه وکړه.