ذبیح الله مجاهد آمو ته په یوه پیغام کې تایید کړې چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر پخوانی مشر سهیل شاهین په دوحه کې د دوی د سفیر په توګه وټاکل شو.
نوموړي د دوی د سیاسي دفتر د رياست د برخلیک په اړه څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه چې په قطر کې د دوى تر ادارې لاندې د ياد سفارت پخوانی سرپرست محمد نعیم د دغه سفارت د مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.
نوموړي د آمو د پوښتنې په ځواب کې دغه راز تایید کړې، چې سهیل شاهین نور په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي څوکۍ لپاره د طالبانو وړاندیز شوی نوماند نه دی.
طالبانو تر دې مخکې له ملګرو ملتونو او امنیت شورا غوښتي وو چې سهیل شاهین دې په دغه سازمان کې د افغانستان دایمي استازي په توګه ومني، خو دې غوښتنې ته په درېیو کلونو کې مثبت ځواب نه دى ورکړل شوى.