د ملګرو ملتونو د خوړو د خوندیتوب د پړاوونو د طبقهبندۍ څانګې په خپل تازه تحلیل کې ویلي چې له نومبر ۲۰۲۴ څخه تر مارچ ۲۰۲۵ پورې، شاوخوا ۱۴.۸ میلیونه افغانان، یا د افغانستان د ټول نفوس ٣٢ سلنه برخه به په راتلونکو درېيو میاشتو کې د خوړو له «سخت ناخوندیتوب» سره مخ شي او بېړنيو بشري مرستو ته به اړتیا ولري.
دغه شننه چې د خوړو خوندیتوب په څلورو پړاوونو کې تعریفوي او افغانستان يې په وروستیو درېیو کې دی، وايي چې ۳.۱ میلیونه خلک په «بېړني حالت» کې او ۱۱.۶ میلیونه به د «بحران» په مرحله کې وي.
د ملګرو ملتونو دغې څانګې د تحلیل پر بنسټ، دا د تېر کال (د نومبر ٢٠٢٣کال د نومبر څخه د ٢٠٢۴کال تر مارچ پورې) د ورته مودې په پرتله ١.١ ميلیون کم دی.
د دغه بنسټ په وینا، په دې موده کې د هېواد د وګړو د خوراکي خوندیتوب په برخه کې یو څه ښه والی راغلی، چې تر ډېره په دې موده کې د بشري مرستو، بېړنیو کرنیزو مرستو او د کرنیزو حاصلاتو په اندازې پورې اړه لري.
دادى داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د خوړو د خوندیتوب د طبقه بندۍ څانګه وايي چې د ۲۰۲۴ کال له سپټمبر څخه تر اکتوبر میاشتې پورې په افغانستان کې شاوخوا ۱۱،۶ میلیونه وګړي یا د هېواد ۲۵ سلنه وګړي د خوراکي توکو د ناخوندیتوب په کچه کې وو.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، تېر کال شاوخوا ۱،۸ میلیونه وګړي (د هېواد د نفوس ۴ سلنه) په «بېړني» پړاو کې وو او نور ۹،۸ میلیونه (د افغانستان د ټول نفوس ۲۱ سلنه) د «بحران» په پړاو کې وو.
شننه وايي، د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ډلې چې تېر کال سروې شوى دي، د ۳۱ ولایتونو اوسېدونکي د «خوړو له بحران» سره مخ وو او یوازې پکتیا، خوست او غزني ولایتونه د خوراکي توکو د خوندیتوب په اړه د اندېښنې (فشار لاندې) وو. )» طبقه بندي شوي وو.
د یادولو وړ ده چې په دې تحلیل کې د خوړو خوندیتوب مرحلې د خوړو خوندیتوب، فشار شوي خوراکي خوندیتوب، شدید خوراکي خوندیتوب او بېړني حالت په څلورو پړاوونو کې تجزيه شوي دي چې افغانستان ددې طبقه بندۍ په درېيم پړاو ځاى لري.
د ملګرو ملتونو د خوړو د خوندیتوب د طبقه بندۍ څانګه وايي، په افغانستان کې د خوراکي توکو د خوندیتوب وضعیت د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې د تېرو کلونو په پرتله یو څه ښه شوی، چې د کرنې، خوراکي توکو کچه او بېړنۍ کرهڼیزې مرستې هغه عوامل دي چې د کورنيو د پېر ځواک يې ډېر کړی دی.