د روسیې د دفاع وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد ځواکونو د پوکروفسک په ۳۲ کیلومترۍ کې د کوراخوف ښار چې ویل کېږي د اوکرایني ځواکونو لوژستیکي مرکز بلل کېږي، نیولی دی.
رویټرز راپور ورکړی چې روسیې همداراز ويلي چې د دوی ځواکونو په ختیځ اوکراین کې «د پام وړ» لاسته راوړنې لرلي، پداسې حال کې چې د کورسک په سیمه کې د اوکراین د نوي برید سره مقابلې ته دوام ورکوي.
په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وايي، د روسیې په خاوره کې د کورسک په سیمه کې په پنځه میاشتنۍ جګړه کې مسکو ته ډېر زیان اوښتی او نږدې ۱۵ زره کسان یې وژلي دي.
د یادولو وړ ده چې د اوکراین ولسمشر د روسي ځواکونو په لاسونو د کوراخوف ښار د سقوط یادونه نه ده کړې.
له بلې خوا د روسيې د دفاع وزارت وايي، د کوراخوف نېول، چې له څو اوونيو راهيسې بند شوي، د دغه هېواد ځواکونو ته اجازه ورکوي چې د اوکراين په دونيتسک سيمه کې د خپلو پرمختګونو سرعت زيات کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم راپور ورکړی چې د پوکروفسک څخه پنځه میله لیرې دچینسکه کلی یې نیولی دی.
د اوکراین د خورتيتسيا د ځواکونو ویاند ویکتور ترهوبوف رویټرز ته ویلي چې د دوشنبې له سهار راهیسې د دې هېواد ځواکونه په کوراخوف کې له روسي ځواکونو سره په جګړه بوخت وو.
په همدې حال کې، د اوکراین د پوځ لوی درستیز تېره شپه ناوخته په یوه راپور کې اعلان وکړ چې روسي ځواکونو د کوراخوف په شاوخوا کې د اوکراین پر پوستو ۲۵ بریدونه کړي دي. خو تر اوسه يې د دغه ښار د بدلون په اړه څه ونه ويل.
اوکرایني وېبلاګران وايي چې په دوامداره توګه د پوځ سرتېري د څو راکټ ويشتونکو او لارښود یا کلستر بمونو د ډزو لاندې وو. د دې بلاګونو څخه یو راپور وايي چې کوراخوف په عملي توګه سقوط کړی دى.
دا په داسې حال کې ده، چې مسکو او کییف د جګړې په ډګر کې د خپلو دریځونو د ښه کولو لپاره مبارزه کوي تر هغه چې د متحده ایالاتو منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ، چې د نږدې درې کلنې جګړې د پای ته رسولو ژمنه یې کړې ده، د جنورۍ په شلمه نېټه واک ته ورسېږي.
په تېرو پنځو مياشتو کې د اوکراين اصلي لاسته راوړنه د روسيې د کورسک په سيمه کې دننه د هغو سيمو نيول دي، چې د سولې په احتمالي خبرو کې به د معاملې لپاره پرې چنې ووهي.