د امریکا د لاس انجلس په یوه مجلله برخه کې د سه شنبې په ورځ یوې ځنګلي اورلګېدنې شاوخوا ۳۰ زره کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړل.
د رویټرز د راپور پر بنسټ، دې اورلګېدنې د استوګنې سیمې وسوځولې، کورونه یې ویجاړ کړل، ټرانسپورټ یې بند کړ او ښاري سیمې یې له پراخو لوګيو ډکې کړې.
د متحده ایالاتو چارواکو ويلي، د سانټا مونیکا او مالیبو ترمنځ د پاسيفيک پالیساډز په سیمه کې لږ تر لږه يو زرو ٢٦٢ جریبه ځنګلي ځمکه وروسته له دې چې چې د اوږدې وچې هوا په تعقیب د قوي بادونو له امله د سخت اور د خطر خبرداری ورکړل شو، سوځېدلې ده.
دغه اور په څو ساعتونو کې په چټکۍ سره زیات شو. ځكه چې د امريكا په ایالت کې چارواکو خبرداری ورکړی چې باد به خورا خراب وضعيت د شپې په اوږدو کې رامنځته کړي، دا اندېښنې يې رامنځته کړه چې د ګاونډ نور اوسېدونکي ممکن د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي. د یادولو وړ ده چې د اور لمبو د بلوارډ سانسیټ او اقيانوس ساحلي لویې لارې په تقاطع کې د خورما یوه ونه وسوځوله.
عیني شاهدانو ویلي، چې په دې اور لګېدنه کې یو شمېر کورونه سوځېدلي او اور د دوی موټرونه هم سوځولي دي. خلک د توپانګا کانیون له غرونو څخه هم تښتېدلي دي. ځکه چې اور له هغه ځایه آرام سمندر ته خپور شوی دی.
د لاس انجلس د اور وژنې مشر کریسټین کراولي په یوه خبري کنفرانس کې ويلي:«په دې پړاو کې موږ ډیر خوښ یو چې د چا د ټپي کېدو راپور نه دی ورکړل شوی.»
خو اور وژونکو د الوتکو په مرسته له سمندر څخه اوبه را ایستلې تر څو نږدې اورونو پرې یې ووژني. ټلوېزیوني انځورونو ښودلي چې کورونه په اور کې سوځي او بلدوزرونه پر سړکونو پرېښودل شوي وسایط پاکوي ترڅو بېړنيو موټرونو ته د تېرېدو اجازه ورکړي.
که څه هم هلته یوازې یو لوی سړک و چې د دره له لارې د ایالت ساحل ته غځېدلى و او یوازې یوه ساحلي لویه لار چې خوندیتوب ته يې لاره هواروله، يو ترافی ودرول شو څو خلک مجبور کړل چې پلي وتښتي.
یو سړی وايي چې هغه هڅه کوله له خپل کور څخه شیان وباسي چې پر سړک د اور وژونکو لخوا د اور لمبو په راپورته کولو ودرول شو.
يو سړي چې ځان يې پيټر معرفي کاوه وويل: «نو د همدې امله مې فکر ته راغل چې راځئ چې له دې ځایه ووځو، هر څه چې زه له لاسه ورکوم، له لاسه يې ورکوم. زه په دې اړه هیڅ کار نه شم کولی.»
د لاس انجلس ايالت د سنډي فیستا د پاسیفیک پالیساډز بل اوسېدونکې، د خپلې غټې ګوتې او شهادت ګوتې په اشارې سره وویل چې د درې د تخليې پر مهال، «اور موټرو ته دومره نږدې و».