نړۍ

ټروډو د امریکا د دولت د يوه ايالت په توګه د کاناډا الحاق ناشوني وبلل

د کاناډا پخواني لومړي وزیر جسټن تروډو چې په دې وروستیو کې يې له خپلې دندې استعفاء ورکړې، د امریکا د منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ څرګندونو ته په غبرګون کې د امریکا د دولت د يوه ايالت په توګه د کاناډا الحاق ناشوني وبلل.

هغه پر اېکس لیکلي چې «په هېڅ ځاى کې آن په دوزخ کې هم دا چانس نشته چې کاناډا دې د متحده ایالاتو برخه وګرځي.»

ښاغلي تروډو په زياته کړې: « په دواړو هېوادونو کې زمونږ کارګران او ټولنې د یو بل ترټولو لوی سوداګریز او امنیتي شریک څخه ګټه اخلي.»

د امریکا سره د کاناډا د الحاق په اړه د ټرمپ څرګندونې

تر دې مخکې د کاناډا د لومړي وزیر د استعفا د اعلان په غبرګون کې ډونلډ ټرمپ ویلي وو چې اوس د کاناډا لپاره مناسب وخت دی چې د امریکا یو ایالت شي. هغه وویل، که کاناډا له متحده ایالاتو سره یوځای شي«هیڅ تعرفه به وجود ونه لري او مالیات به کم شي.»

د متحده ایالاتو منتخب ولسمشر په سوشيل تروت ټولنیز شبکه کې په یوه پوسټ کې لیکلي: «په ګډه به موږ څومره لوی ملت یو. ډېر کاناډایان خوښوي چې د دوی هیواد د امریکا يوپنځوسم ایالت وي. متحده ایالات نور نشي کولی لوی سوداګریز کسر او معافیتونه وزغمي چې کاناډا ورته پر خپلو پښو د ودرېدو لپاره اړتیا لري.»

ياده دې وي، چې جسټن تروډو د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په رسمي توګه به دنده پرېږدي او خپله استعفا به وړاندې کړي.

که څه هم ښاغلی تروډو د تېر کال په سپټمبر میاشت کې د کاناډا په پارلمان کې د نه باور له رایې سره مخامخ شو. خو د محافظه کار ګوند له خوا له واک څخه د لیرې کولو هڅو سربېره، په ​​خپل مقام پاتې شو.