افغانستان

بلینکن له افغانستان څخه د امریکا د متحدینو پر لېږد او بیا مېشتېدنې ټینګار وکړ

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن يو ځل بيا امريکا ته د هغو افغانانو پر لېږد او مېشتېدو ټينګار کړى، چې د امريکا متحدين ګڼل کېږي او د دغه هېواد د ځواکونو تر څنګ يې خدمت کړى دى.

هغه پر اېکس په يوه ياداښت کې د افغان اتباعو د لیږد او بیا میشتیدنې بهیر «ژمن شراکت» بللی دی.

ښاغلی بلینکن وايي، امریکا ژمنه ده، چې له خپلو هغو شریکانو او متحدینو سره ودرېږي چې له ۲۰ کلونو راهیسې یې په افغانستان کې د دوى سرتېرو تر څنګ خدمت کړی دی.

په ورته وخت کې، د امریکا متحده ایالاتو ته د ځانګړي کډوالۍ ویزو یو شمیر غوښتونکي او همدارنګه هغه خلک چې د پي ١ او پي ٢ پروګرامونو په چوکاټ کې د متحده ایالاتو ویزې لپاره غوښتنلیکونه لېږلي دي، وايي چې د امریکا له وتلو څخه درې کاله تېرېږي خو د دوی د پناه غوښتنې دوسیې لا هم نه دي څېړل شوي.

د هېواد دغه اوسېدونکي وايي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۱۵ د طالبانو د واکمنۍ له بيا ټينګښت وروسته د دوی د ژوند شرایط ستونزمن شوي او له ګڼو«ګواښونو» سره مخ دي.

له بلې خوا په امريکا کې يو شمېر هغه پناه غوښتونکي چې د طالبانو د واکمنۍ له بيا ټينګښت وروسته د پاکستان او ايران په ګډون درېيمو هېوادونو ته تللي وايي، له درېيو کلونو تېرېدو وروسته اوس له دغو هېوادونو لخوا د جبري شړلو سره مخ دي.

دغه پناه غوښتونکي هېوادوال زیاتوي چې د جبري شړلو تر څنګ به په افغانستان کې د بندې کېدلو، شکنجې، ورکېدو، بې وزلۍ، بې روزګارۍ او پوښتنو ګروېږنو سره مخامخ وي.

په ورته وخت کې د هېواد دغه وګړي د مسوولو ارګانونو او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د دوی د دوسیو د څېړلو پر څرنګوالي نیوکه کوي او وايي چې دا بهیر «ډېر ورو دی» او دوی یې اندېښمن کړي دي.