نړۍ

د تبت د زلزلې له امله د مړو شمېر ۹۵ تنو ته ورسېد

د چین په جنوب لوېدیځ تبت کې د یوې زورورې زلزلې له امله د مړو شمیر ۹۵ تنو ته ورسېد. د چینايي رسنیو په وینا، په دې پېښه کې د ټپي شویو کسانو شمېر ۱۳۰ تنه دی.

دغه زلزله د سه شنبې په ورځ سهار ۹:۰۵ دقیقې د رېښتر په کچه ۶.۸ درجې وه.

له زلزله ځپلو سیمو څخه خپاره شوي انځورونه ښيي چې دغې پېښې پراخ زیانونه اړولي دي. له زلزلې وروسته څو ځله ټکانونه وشول او د بوتان او نیپال په ګډون په ګاونډیو هېوادونو کې هم ټکانونه احساس شوى دي.

د چين د زلزلې د شبکو د مرکز څېړونکي جيانګ هايکون وويل: د ريښتر په کچه د ٦.٨درجې زلزله نن سهار د تينګري او دينګي سيمو کې رامنځته شوه. تر ١٠:٣٠ پورې، درې زلزلې چې د ریښتر په مقیاس له ٤ څخه لوړ او اته زلزلې د ٣ او ٣.٩ درجو په شدت ثبت شوي دي.

د چارواکو په وینا د لټون او ژغورنې هڅې لا هم روانې دي او تر يو زرو ۵۰۰ زیات اور وژونکي او د ژغورنې کارکوونکي په عملیاتو کې برخه لري.

د راپورونو له مخې، د زلزلې مرکز د همالیا د غرونو په لمنو کې د لس کیلومتره ژوروالي سره د تينګري په سیمه کې و.