په پاکستان کې مېشت يو شمېر افغان کډوال وايي، په دې وروستيو ورځو کې د اسلام آباد په بېلابېلو سيمو کې د نيولو شاهدان دي او په تېرو څلورو ورځو کې سلګونه کسان نيول شوي دي.
دغه هیوادوال زیاتوي چې پاکستاني پولیس شپه او ورځ بازارونه، مغازې او د کډوالو کورونه تالاشي کوي او افغانان نیسي.
د دغو کډوالو له ډلې يو شمېر يې وايي چې په افغانستان کې له امنيتي ستونزو سره مخ دي او په زوره د اېستل کېدو وېره يې ژوند له خطر سره مخامخ کوي.
په همدې حال کې په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت په پاکستان کې د افغانانو نیول خپلسري بللې ده.
دغه سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پاکستاني پولیسو له خوا ۸۰۰ افغانان نیول شوي او په نیول شویو کې ۱۳۷ تنه هغه کسان دي چې د ویزو موده یې ختمه شوې او د تمدید غوښتنه یې کړې ده.
د افغانستان په چارو کې د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد له پاکستانه غوښتي چې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند او ایستل ودروي.
هغه وايي: «زه همغږی یم، پاکستاني چارواکي باید له افغان کډوالو سره ناقانونه چلند او ایستل ودروي.»
په همدې حال کې د بشري حقونو یو شمېر فعالانو په وروستیو ورځو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نېولو په اړه اندېښنه ښودلې او د هغوی د زر تر زره خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.
له بلې خو د اسلامي جمعیت ګوند وايي، دا وضعیت د طالبانو له ناروا او ظالمانه واکمنۍ رامنځته شوی دی.
د کډوالۍ نړیوال سازمان د شمیرو پر بنسټ د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر تر ۱۵مې پورې نږدې ۸۰۰ زره هېوادوال له پاکستانه افغانستان ته شړل شوي دي.
د پاکستان حکومت اعلان کړی چې په خپله خوښه او جبري توګه به شاوخوا یو میلیون کډوال افغانستان ته واستوي.