افغانستان

د مقاومت جبهې په کندز کې پر طالبانو د چاودنې مسوولیت پر غاړه واخیست

Kunduz city in eastern Afghanistan.

د مقاومت جبهې په یوه خبرپاڼه کې د کندز ولایت د طالبانو د امنیې قوماندانۍ پر ودانۍ د تېرې شپې د چاودنې مسئولیت پر غاړه واخیست او ادعا یې وکړه چې په دغه برید کې څلور طالبان وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوی دی.

د ځايي سرچينو د چاودنې پخلی کړی او ويلي يې دي، چې پېښه دوشنبه ماښام شاوخوا ۷ بجې د طالبانو د امنيې قوماندانۍ په ودانۍ کې شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دې پېښې ټپيان د دولتي موټرو په وسيله د کندوز هوايي ډګر روغتون ته لېږدول شوي دي.

خو طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.