افغانستان

طالبانو په نورستان کې دوه تنه په درو ووهل

عکس له آرشیف.

د طالبانو له خوا د خلکو د جسمي مجازاتو په دوام د نن(سه شنبه، مرغومي١٨مه) په نورستان ولایت کې یوه ښځه او یو سړی د زنا په تور په درو ووهل شول.

د طالبانو د سترې محکمې د خبرپاڼې پر بنسټ، له دغه کسانو هر يو ۳۹ درې وهل شوي دي. دغه راز تورن سړی په یو کال بند او ښځه په شپږ میاشتې بند محکومه شوې ده.

طالبانو تېر کال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ۴۲ مېرمنو په ګډون ۵۸۰ کسان په بېلابېلو تورونو په عام محضر کې په درو وهلي دي.

د آمو د شمېرو پربنسټ، یوازې د تېر کال په وروستیو دوو میاشتو کې د هېواد په ۱۰ بېلابېلو ولایتونو کې د ۱۲ ښځو په ګډون ۹۳ تنه په عام محضر کې په درو وهل شوي دي.

فعالانو او نړیوالو بنسټونو تل له طالبانو غوښتي چې د خلکو د جسمي مجازات ودروي؛ خو د طالبانو دغه کړنې دوام لري.