افغانستان

له دوو لسیزو ځنډ وروسته د بدخشان پوهنتون د طب پوهنځي پرانیستل کېدل

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې د بدخشان پوهنتون د طبي پوهنځي د فعالیتونو د بیا پیل اعلان وکړ. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د طالبانو مشر د دغه پوهنځي د بیا جوړولو تاييدي ورکړې ده.

دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې طالبانو پوهنتونونو ته د نجونو د ننوتلو د منع کولو ترڅنګ د نجونو پر طبي زده کړو هم بندیز لګولی دی.

د بدخشان پوهنتون د طب پوهنځی له ١٣٨٣ کال راهیسې تړل شوی دی. دغه پوهنځی په ۱۳۷۷ هجري لمریز کال کې د هغه وخت د جمهور رئیس برهان الدین رباني په حکم تاسیس شو او تر ۱۳۸۳ کال پورې یې خپل فعالیت ته دوام ورکړ. خو د مسلکي ساينسي کارکوونکو د کمښت، د مناسبو لابراتوارونو د نشتوالي او د عملي کار لپاره معياري روغتونونو ته د نه لاسرسي له امله د دغه پوهنځي فعاليت په ټپه ودرېدل.

د دغه پوهنځي له تړل کېدړ وروسته د دغه پوهنځي زده کړيالان کابل پوهنتون ته ولېږدول شول او له هغه وخت راهیسې بدخشان ولایت د طب پوهنځي نه درلود.

د طالبانو تر ادارې لاندې د باختر آژانس د راپور پر بنسټ، په دې وروستيو کلونو کې د دغه پوهنځي د بيا پرانستلو غوښتنې زياتې شوې وې. د بېلګې په توګه، د ۱۴۰۱ کال د لړم په مياشت کې د بدخشان ولایت د کانکور په ازموینو کې د غوره محصلینو د ستايلو د پروګرام په ترڅ کې یو شمېر ګډونوالو د دغه پوهنځي د بیا فعالېدو غوښتنه وکړه. همدارنګه د طالبانو د اداري کمیسیون په غونډه کې په ۱۴۰۲ دلوې کې په بدخشان کې د طبي پوهنځي د بیا فعالولو په اړه هم خبرې شوې وې.

طالبانو ویلي دي، چې د دې پوهنځي د بیا پرانستلو موخه په بدخشان ولایت کې د باکیفیته طبي زده کړو پراختیا، د دغه ولایت خلکو ته د باکیفیته روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او د سیمې د روغتیايي ستونزو په حل کې مرسته کول دي.