د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو صندوق وايي، لوکزامبورګ له دغه هېواد سره ۱.۵۶ میلیونه ډالره مرسته وکړه.
دغه صندوق پر اېکس لیکلي چې دا مرسته به په افغانستان کې د هغو کورنیو او ټولنو هيلې ژوندۍ کړي چې له جدي ننګونو سره مخ دي.
دغه بنسټ ویلي، يادې مرستې به د افغاني ټولنو پر بنسټیزو خدمتونو، د ژوندانه او هوساینې په برخه کې ولګول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره (اوچا) په یوه راپور کې ویلي چې په راتلونکي کال کې ۲۲.۹ میلیونه وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره چې د افغانستان له نیم نفوس څخه زیاته برخه تشکليلوي، بشري مرستو ته اړتیا لري.
په ورته وخت کې، د ياد بنسټ په وینا، د خوړو سخت ناخونديتوب، د اوبو، روغتیا ساتنې او روغتيايي خدمتونو نشتوالی، په هېواد کې د خوارځواکۍ د کچې د زیاتوالي لامل شوی دى.
دغه سازمان زیاتوي چې په راتلونکي کال کې به ۳.۵ میلیونه ماشومان او ۱.۱ میلیونه ښځې بېړنۍ تغذیې ته اړتیا ولري.
اوچا همدارنګه ټینګار کړى، پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راهیسې د هېواد د اقتصاد یو پر دریمه برخه کمښت، د بودیجې محدودیت، بیکارۍ، د کورنیو پورونو او پراخې بې وزلۍ اقتصادي وضعیت سخت «خراب» کړی دی.