په بدخشان ولایت کې یوه ځوان خپله مور په چاقو وژلې ده.
په بدخشان کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند احسان الله کامګار وايي، دا پېښه تېره ورځ (دوشنبه د مرغومپ ۱۷ مه) د دغه ولایت په کشم ولسوالۍ کې شوې ده.
د هغه په وينا، دغه هلک له دې پېښې وروسته د طالبانو له خوا نېول شوى دى.
طالبان وايي، د دې وژنې انګېزه او لامل لا نه دی څرګند.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې په هېواد کې د کورنۍ وژنې، ناموسي وژنې او ځان وژنې شمېر ډېر شوى دى.
یو شمېر پوهان بې وزلي او تنګلاسي، بې کاري، په کورنیو کې نرواکي او محدودیتونه د دې ډول پېښو اصلي لاملونه یادوي.