نړۍ

په تبت کې یوې زورورې زلزلې لږ تر لږه ۵۳ کسان ووژل

د چین په جنوب لوېدیځ تبت سیمه کې نن(سه شنبه) یوې زورورې زلزلې لږ تر لږه ۵۳ کسان ووژل او په لسګونو نور یې تر خاورو لاندې یا ټپیان کړل.

د دغې زلزلې وروسته ټکانونه د چین د لوېدیځ او نیپال په غرنیو سیمو کې احساس شوي دي.

د متحده ایالاتو د جیولوجیکي سروې معلومات ښیي چې د دې زلزلې شدت د رېښتر په کچه ٧.٢ و او د اوریسټ څوکې ته نږدې د ١٠ کیلومترو په ژوره کې رامنځته شوې ده.

دغې کمې ژورتيا د دې زلزلې له امله رامنځته شوي زیانونه نور هم پراخ کړي. خو چینايي چارواکو د زلزلې شدت د رېښتر په کچه ۶.۸ ښودلی دی.

د چین د دولتي ټلوېزيون لخوا خپاره شوي عکسونه ښیې چې ژغورونکي په نارنجي جامو کې د ویجاړ شوي کلیو په خاورو کې لټون کوي.

د اغېزمنو سیمو کوڅې په کنډوالو ډکې دي، ویجاړ شوي موټرونه او کورونه چې ډیر زیانمن شوي یا په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

د چین دولتي رسنیو دا د تبت د زلزلې د مرستې د مرکزي دفتر لخوا خپاره شويو معلومات په حواله ويلي، چې د مړو شويو کسانو سربېره شاوخوا زر کورونه ویجاړ شوي او ۶۲ کسان ټپیان شوي دي.

د دغې زلزلې مرکز د ماونټ اوريسټ شمال ختیځ ته په ۷۵ کیلومترۍ کې و او په داسې سیمه کې يې موقعیت درلود چې د هند او اوراسيا د تکتونیکي پلیټونو د ټکر له امله د نړۍ تر ټولو فعاله زلزله رامنځته کړې ده.

دا جیولوژیکي فعالیت د همالیا د غرونو لړۍ رامینځته کولو اصلي عامل دی، چې په نړۍ کې ترټولو لوړه څوکه لري.

د بحران پر وړاندې د چمتوالي وزارت ویلي چې له زلزلې وروسته په لومړیو ساعتونو کې شاوخوا ۱۵۰۰ اور وژونکي او د ژغورنې کارکوونکي سیمې ته استول شوي دي. دغه راز ۲۰۰ نور پوځیان د لټون او ژغورنې په عملیاتو کې شامل شوي دي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د لادرکه شويو کسانو د ژغورلو، د تلفاتو د کمولو او له ټپيانو سره د مرستې لپاره د هر ډول هڅو غوښتنه وکړه. دغه راز د چين د لومړي وزير مرستيال ژانګ ګوچينګ هم سيمې ته استول شوی چې په مستقيم ډول د مرستندويه کارونو څارنه وکړي.

چارواکو اعلان کړى چې د زلزلې وروسته په لومړیو درېيو ساعتونو کې شاوخوا د زلزلې ۵٠ ټکانونه ثبت شوي.

له همدې امله په چين کې د اورسټ سياحتي سيمه تړل شوې او بېړنيو خدمتونو خلکو ته خبرداری ورکړی چې د احتمالي زلزلې پر وړاندې چمتووالی ونيسي.

د چین دولتي ټلوېزیون راپور ورکړی چې د زلزلې له مرکز څخه د پنځه کیلومترو په واټن کې د استوګنې څو سیمې موقعیت لري. د زلزلې مرکز د تبت له مرکز لهاسا څخه شاوخوا ٣٨٠ کیلومتره او د تبت دوهم لوی ښار شیګاتسه څخه ٢٣ کیلومتره لرې و.

د زیانونو د ارزونې عملیات او لیرې پرتو سیمو ته لاسرسی لاهم روان دی. د سختو ځمکو او سختو شرایطو سره سره، د ژغورنې ډلې هڅه کوي چې ژوندي پاتې شوي کسان وژغوري او ټپیانو سره مرسته وکړي. د دې لوړې سيمې د اوسېدونکو لپاره، دا زلزله د طبيعت د ځواکونو د پرله پسې ګواښونو يادونه ده چې د هغې په ښکلې خو خطرناکې منظرې ته يې بڼه ورکړې ده.