افغانستان

د طالبانو د امربالمعروف چارواکو په کابل کې ۹ کسان ونېول

ذ طالبانو امربالمعروف د محتسیبنو انځور

په کابل کې د طالبانو امربالمعروف محتسبينو نهه تنه د «اخلاقي فساد او جوارګرۍ» په تور ونېول.

د طالبانو د امربالمعروف او نهى عن المنکر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کسان یې د کابل ښار له دریمې او پنځمې امنیتي حوزې څخه نېولي دي.

طالبان وايي چې دغه کسان يې په موقت ډول بنديان کړي او بيا يې په ضمانت خوشي کړي دي.

په تېره میاشت کې د طالبانو له خوا د نیول شویو کسانو شمېر

دا په داسې حال کې ده، چې د آمو موندنې ښيي چې د طالبانو محتسبينو د روان کال په وروستۍ میاشت کې په بېلابېلو ولایتونو کې د ۶ ښځو په ګډون ۴۴ تنه په بېلابېلو تورونو نېولي دي.

د طالبانو امربالمعروف محتسبينو دا کسان په تېره میاشت کې د «اخلاقي فساد، جوارګرۍ، جادوګرۍ، نامشروع اړیکو او د شریعت خلاف کړنو» په تور نېولي دي.

د هېواد يوشمېر اوسېدونکي وايي، طالبانو د خپل قانون د پلي کولو په پلمه د دوی ټولې بشري آزادۍ او هویت تر پښو لاندې کړی دی.

د يادو شمېرو پر بنسټ، کندهار، پکتيا، خوست، غزني، کابل، پروان او ننګرهار هغه ولايتونه دي، چې په تېره يوه مياشت کې تر ټولو د ډېرو کسانو نېول پکې ثبت شوي دي.